قومندان (کفتر) طالبانو سره يو ځای شوه 

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، طالب و،ياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر ليکلي دي، چې د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د قومندان کفتر په نوم يوه ښځينه قومندانه له طالبانو سره يوځای شوې ده. 

ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر لېکلي دي، " نن د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ سجانو سیمه کې د (کفتر) په نامه ښځینه قومندانه چې د دښمن لخوا تیر ایستل شوې وه او ظاهراً د اسلامي امارت د مجاهدینو په مقابل کې ولاړه وه، له خپلو افرادو سره او وسلو سره یوځای مجاهدینو ته راغله. "

قومندان کفتر په بغلان ولايت کې مشهوره ښځينه قومندانه وه چې د طالبانو پر وړاندې يې له خپلو څو جنګياليو سره يو ځای جګړه او مقاومت کولو. طالبانو سره د نوموړې د يو ځای کېدو په اړه تر اوسه د بغلان ولايتي ادارې څه نه  دي ويلي. 

له دې وړاندې له باميانو ولايت په يو راپور کې ويل شوي وو، چې په ولسي جرګه کې د باميانو يو پخوانی وکيل طالبانو سره يو ځای شوی او دوحې ته تللی دی.