ولسمشر او تابوتونه

که د سولې هيلې وي او کنه، خو د جګړې د وينو، مرګ ژوبلې، ناخوالو، تاوتريخوالي، خشونت او ورور وژنې خبرونه هره ورځ ښه ډېر او پرېمانه وي. 
 
که چېرې چاودنه وشي، موټربم وي، هوايي بمبار وي او يا هم د جګړې بله خونړۍ پېښه له ولسمشر يې نېولي بيا تر حکومتي کسانو، پر پېښه خوشيني، پېښه غاندي او يا تابوتونو ته دعا کوي. 

سولي هلمند ولايت کې له تېرو پنځو د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو زرو اخېستی دی. په دغه څو ورځنۍ نښته کې د ولسي وګړو تر څنګ، لسګونه د حکومت پوځيان او طالب جنګیالي ټپي او وژل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان وسله وال پوځ د هغو منسوبینو په جنازو کې چې په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې شهیدان شول، درناوی وکړ.
 
ولسمشر غني د افغان ملي پوځ د وړتيا په اړه ويلي،  زموږ د هوایي ځواک اتل پیلوټان چې په سختو شرایطو کې یې ښې دندې  ترسره کړي او په سختو درو کې الوتنې کوي، د زړه له کومې یې مننه کوم. هغه زیاته کړه، په هوایي، ځانګړو او په مجموع کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ایجاد شوی ظرفیت د ویاړ وړ دی.  
 
د تر سره شوي راپورونو پر بنسټ، د ولسمشر غني د واک په لومړۍ او اوسنۍ دوره کې افغان ملي پوځ او نورو امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.