له ۱۰۰۰ډېرو افغان ملي او سیمه ییزو پوځیانو د وفادارۍ لوړه وکړه

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، نن د ملي اردو او سیمه‌ییزې اردو تر ۱۰۰۰ ډېرو ځواکونو؛ د ۲۰۹ شاهین قول اردو په تعلیمي مرکز کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ سوګند یاد کړ.
 
د پوځي شنونکو په اند که له يوې خوا حکومت له پوځي زده کړو وروسته ځوانان د پوځ لېکو ته لېږي، خو بيا له بلې خوا د مرګ ژوبلې شمېرې هم پورته شوې دي.
 
تازه له تېرو پنځو ورځو هلمند ولايت کې د افغان ملي پوځ او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې دواړه خواوو ته په کې درانه تلفات اوښتي دي.