ډېری کسان اوس مهال د سترګو له کمزورتیا سره مخ دي، چې د دسترګو کمزورتیا بېلا بېل لاملونه لري. موږ په ورځني ژوند کې ځینې داسې کارونه کوو؛ چې هغه زموږ د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي، چې موږ یې په اړه فکر هم نه کوو، چې زموږ دا کړنلاره به زموږ د سترګو د کمزورتیا لامل شي. دا چې کوم ورځني کارونه زموږ د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي، په دې مقاله کې یې وپېژنئ.
۱ـ د سترګو له سینګاري توکو څخه د ډېر وخت له پاره کار اخیستل:
ډاکټران په دې موضوع تاکید کوي، چې له درې میاشتو څخه زیات له سینګاري توکو څخه استفاده مه کوئ، ځکه تاسې په دې نه پوهېږئ، چې په دې توکو کې څومره مکروبونه دي، چې دا ستاسې د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي.
۲ـ د غنمو او د غنمو د محصولاتو په خوړلو کې زیاتی کوو:
غنم او یا د غنمو د ډوډۍ ډېر کارول په وینه کې د انسولینو د لوړوالي لامل کېږي. په وینه کې د انسولینو د لواړوالي کچه د دې لامل کېږي، چې ستاسې د سترګې کره چقره شي او زیان وویني، چې دا د دې لامل کېږي، چې ستاسې سترګې کمزورې شي.
۳ـ د سترګو قطره پرته د ډاکټر له مشورې څخه کاروو:
هغه کسان چې د سترکو د درد له پاره په خپل سر قطره اخلي او کاروي، دا یوازې د لږ وخت له پاره ستاسې د سترګو درد کموي، خو په مقابل کې نور عوارض هم لري، چې ستاسې د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي. کله مو چې سترګې درد پیدا کوي او یا کومه بله ستونزه په خپلو سترګو کې وینئ، په دې صورت کې د سترګو یوه متخصص ته ورشئ او د خپلو سترګو درملنه او ستونزه پیدا کړئ.
۴ـ لږ اوبه څښل:
کله چې په ورځ کې له اتو ګیلسو څخه کمې اوبه وڅښو دا د دې لامل کېږي، چې د وجود اوبه مو کمې شي. چې په وجود کې د اوبو کموالی د دې لامل کېږي، چې د سترګو اوښکې وچې شي او سترکې له وچوالي سره مخ شي. د سترګو وچوالی د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي.
۵ـ په ژمي کې د لمر ضد هیندارو ( عینکو) څخه کار نه اخلو:
ډاکټران د دې خبرداری ورکوي، چې په ژمي کې د ماورای بنفش وړانګې د یخ او وارې له عمله منعکس کېږي،چې دا وړانګې د سترګو د کمزورتیا لامل کېږي.
هغه نښې چې کله سترګې د وارې له امله و بریښي، عبارت دي له: د سترګو تیاره کېده، له سترګو څخه د اوښکو راتلل او د سترګو کمزورتیا ده چې د سترګو د کمزروتیا لامل کېږي. په همدې دلیل ډاکټران دا وړاندیز کوي، چې د ژمي په ورځو کې د لمر ضد هیندارې و کاروئ. پاتې برخه یې په بله لیکنه کې........
وروستي