د مخ د پوستکي د وچوالي له پاره دا ماسک وکاروئ

ډېری کسان وچ او سخت پوستکی لري، چې د دې ستونزې له امله تل ځوریږي. په دې نه پوهېږي، چې له دې ستونزې څخه څه ډول ځان و ژغوري. دا دومره جدي ستونزه نه ده،  د کورنیو درملو په اساس دا ستونزه له منځه وړلای شو. د دې ماسوکونو په کارولو سره تاسې له دې ستوزې ځان و ژغورئ او یو ښکلی او شفاف پوستکی ولرئ. 

شات هغه ماده ده، چې ستاسې پوستکی نرموي او جلا ورکوي،شات ستاسې د پوستکې د وچوالي د له منځه وړلو له پاره یو ډول طبیعي درمل دي. شات د پوستکي د چوالي  د له منځه وړلو له پاره ګټور دي.  

په دې ډول دا ماده وکاروئ: 
لومړی خپل مخ و مینځئ او بیا شات پرې  ووهئ؛ شات د لسو دقیقو له پاره په خپل مخ پریږدئ. وروسته له لسو دقیقو څخه مو مخ پرې مینځئ. کله چې تاسې داسې وکړئ ستاسې پوستکی به ټوله ورځ ښکلی او روښانه وي او له بلې خوا ورور دا کار ستاسې د پوستکی وچوالی له منځه وړي. 

د بادامو غوړي او شېدې هم هغه څه دي، چې ستاسې د پوستکي د چوالي په له منځه وړلو کې مهمه ونډه لري. 

د کارولو طریق: 
د چای خوړل په کاشوغه نیمه کاشوغه د بادامو غوړي په یو ګیلاس تودو شېدو کې واچوئ او ښه یې سره ګډو کړئ په دې مخلوط د شپې مخکې له ویده کېدو څخه خپل مخ  و مینځئ، پریږدئ؛ چې د شېدو او د بادامو غوړي مو پر مخ ښه وچ شي وروسته له هغې څخه ویده شئ. 

هګۍ هم د پوستکي د وچوالي د درملنې له پاره ګټه لري: 
د هګۍ ماسک هم د پوستکۍ د چوالي د درملنې له پاره یوه غوره لار ده. په دې ماسک کې له هګۍ، د زیتونو غوړي، شاتو او ګلابو څخه کار اخیستل کېږي.  

د کارولو طریقه: 
یوه هګۍ د چای خوړلو یوه کاشوغه شات، نیمه کاشوغه د زیتونو غوړي او لږ ګلاب سره ګډ ګړئ؛ دا ماسک د څو دقیقو له پاره په مخ ووهئ او بیا یې و مینځئ. 
دا ماسک په اونۍ کې یو وار یا دوه ځلې و کاروئ تر څو ستاسې د مخ وچوالی له منځه یوسی.