په ژوند کې مو احساساتي پریګړې له کومو ستونزو سره مخ کوي؟ 

موږ ډېری وخت په احساساتو کې پریکړې کوو، یا په داسې حالت کې د ژوند یوه مهمه پریکړه کوو، چې موږ په سخته غوسه کې یو. دا چې احساساتي پریکړې کوم زیانونه لري او په ژوند کې مو له کومو ستونزو سره مخ کوي، په دې لیکنه کې به په دې اړه هغه زیانونه او ستونزې وړاندې شي، چې د احساساتی پریکړو په پایله کې یو انسان ورسره مخ کېږي. 

زموږ افغانانو د ژوند ډېری پريکړې احساساتي وي او د احساساتو په حالت کې د خپل ژوند مهمې پریکړې کوو، چې ډېر ی وخت په ژوند کې له ګڼو ستونزو سره هم له همدې امله مخ یو. کله مو چې څوک په یوه موضوع کې غوسه کړي یا په عامیانه ژبه په غیرت کې مو راولي موږ بیا هغه وخت هغه کار د غیرت له امله کوو، که ښه پوه هم شو چې دا کار زموږ په زیان دی بیا هم موږ هغه کار ترسره کوو، ځکه موږ احساساتي خلک یو غیرت لرو او د غیرت په نامه له موږ څخه خلک استفاده کوي او هغه کار راباندې کوي، چې زموږ په زیان او د دوی په ګته وي. 

همدا رنګه ځینې وخت داسې هم شوي، چې موږ په احساساتو کې داسې پریکړه کړې، چې د هغې پریکړې له امله مو خپل ټول ژوند تباه کړی، چې د هغه کار پښېماني بیا وروسته هېڅ ګټه نه لری. احساساتي پریکړې هېڅ وخت ښه پایله نه لري ځکه د احساساتو په حالت کې انسان په خپل حالت کې نه وی، نه یې فکر سم کار کوي. ځینې کسان په ژوند کې له حده ډېر احساساتي کېږي؛ چې ځینې نورو یې بیا دا د کمزورتیا ټکي پیدا کړی وي او هڅه کوی، چې هغه انسان احساساتي کړي او د هغه د ګټې له پاره په احساساتو کې د ځان په زیان پریکړه وکړي. 

هر هغه څوک چې ډېر احساساتی کېږي، لومړی دې هڅه وکړي، چې خپل احساسات کنترول کړي او بیا دې دې ته متوجه اوسې او دا خبره دې تل په یاد ولري، چې په ژوند کې د احساساتو په حالت کې کومه پریکړه ونه کړي. ځکه احساساتي پریکړې مو خپل او یا د بل ژوند له بربادۍ سره مخ کوي. ځینې وختونه باید مقبل لور هم له دې څخه استفاده ونه کړي او د داسې کسانو د احساساتو پریکړې ونه مني، ځکه هغه انسان چې په احساساتو کې پریکړه کوي، هغه بېرته پښېمانه کېدای هم شي، چې دا بیا وروسته د ستونزو لامل کېږي. نو هڅه وکړئ، چې احساسات مو کنترول کړئ او د احساساتو په حالت کې پریکړه ونه کړئ او مه د چا له احساساتو ګټه پورته کوئ.