خالد: هلمند کې امنیتي وضعیت به ډېر ژر عادي حالت ته راوګرځي

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، هلمند کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د څو ورځو راهيسې د خونړۍ جګړې په جريان کې د ملي دفاع وزارت سرپرست او نوماند وزير اسدالله خالد هلمند ته تللی دی. 

ملي دفاع وزارت د ساد الله خالد له خولې لېکلي دي، چې  د طالبانو هدف دا وو چې لښکرګاه ښار ونیسي، الحمدالله چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په اتلولۍ او د هلمند د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه پلان خنثی شو. ټول ځمکني او هوایي ځواکونه له هلمند څخه د دفاع لپاره چمتو دی او ډېر ژر به د لښکرګاه ښار شاوخوا سیمې د طالبانو له شتونه پاک شي.

نوموړي  د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو څخه د هلمند ولایت د امنیت د تامین او د خلکو د مال او ځان ساتنې په خاطر، ستایینه وکړه.

هلمند کې پنځه ورځې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې وې چې دواړه خواوو ته په کې تلفات اوښتي دي.