کابل ښاريان: وسله والو غلو او جنايي پېښو راته رواني ستونزې پيدا کړې دي 

روهي (پنخه نۍ/۲۴ د تلې)، ښايي داسې به کمې ورځې وي چې کابل ښار کې جنايي پېښه نه تر سره کيږي. وسله وال غله يا د خلکو پيسې او موبايل وړي او يا هم د موبايل او پيسو په پار خلک وژني. 

تازه تېره ورځ وسله والو کسانو د کابل ښار په پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمې کې يو کس ووژلو. دوه ورځې وړاندې غلو د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د شهرام په نوم يو ۱۷ کلن ځوان ووژلو. 

پوليس هم د وسله والو غلو او جنايت کوونکو پر وړاندې مبارزه کوي خو تر اوسه يې پر مهار نه دي بريالي شوي. د کابل واصل‌آباد نومي سيمه کې سې شنبه شپه پوليسو او وسله والو غلو سره نښته کړې ده. 

نښته کې څو پوليس ټپيان شوي دي او همدا ډول پوليس توانېدلي دي چې وروسته له نښتې پنځه وسله وال غله ونېسي. 

کابل ښاريان چې له بيلا بيلو جنايي پېښو سره مخ شوي دي، وايي اوس ورته ذهني ستونزې پيدا شوي دي او هر شيبه يې هغه صحنې په ذهن کې وي چې وسله والو غلو سره مخ شوي او قرباني شوي دي.