وکيلان: ۱۹ کاله يې افغانستان کې پرې جګړه وکړه؛ امريکا اوس خپل ټانکونه او  نور پوځي وسايل پاکستان ته ورکوي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د تلې)، د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره امريکا خپل پوځي وسايل هم پاکستان ته ورکوي. 

د ولسي جرګې د غړو د مالوماتو پر بنسټ هره ورځ د تورخم او سپين بولدک له لارو تر دوه سوه ټانکونه او نور امريکايي پوځي وسايل پاکستان ته اړول کيږي. 

وکيلان نيوکه کوي چې امريکايي ځواکونو ۱۹ کاله افغانستان کې جګړه کړې، د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم جګړه کې يې زرګونه افغانان وژلي او اوس چې دوی له افغانستانه وځي خپل پوځي وسايل پاکستان ته سپاري. 

د وکيلانو په وينا چې د افغانستان او امريکا ترمنځ پوځي تړون شتون لري چې پاکستان ته د امريکايي پوځي وسايلو ورکول د ياد تړون سره هم په ټکر کې دي.