سرچينه: کمانډو ځواکونه يې ښکته او ټپيان يې پورته کول؛ چورلکو د پورته کېدو پر مهال سره ټکر کړی 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د تلې)، ملي دفاع وزارت مني چې د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې دوه چورلکو د تخنيکي ستونزو له امله سقوط کړی چې نهه تنه د چورلکو عمله په کې وژل شوې ده. 

امريکا غږ ته بيا د هلمند د والي وياند عمرځواک ويلي دي، "تېره شپه ناوخته دوه هلیکوپټر ناوې ولسوالۍ ته د ټپیانو د انتقال لپاره لیږل شوي وې چې د ناستې پر مهال يې له یو بل سره ټکر کړی."

ازادۍ راډيو ته له هلمند ولايت يوې سرچينې بيا ويلي دي، چې یادو هلیکوپټرو په ناوې ولسوالۍ کې کمانډویان ښکته کړل او په بېرته پورته کېدو سره چې ټپیان په‌ کې بار و، سره ولګېدې.

هلمند کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د ملي دفاع وزارت چارسمبال او نوماند وزير اسد الله خالد هم نن هلمند ته تللی.