دولتي ادارو کې د ماسک اغوستل اجباري کيږي 

روهي (څلورنۍ/۲۳ د تلې)، عامې ورغتيا وزارت وايي چې د دوی په غوښتنه او د کابينې په منظورۍ به ټولو دولتي ادارو کې ماسک اغوستل اجباري شي. 

د عامې روغتيا  وزارت وياند اکمل سمسور رسنيو ته ويلي دي چې دولتي ادارو کارمندان او همدا ډول ورتلونکي يا مراجعين به له دې وروسته اړ وي چې ماسک واغوندي. 

له دولتي ادارو وراېخوا ډېر ټېنګار پر دولتي او خصوصي روغتونونو دی چې روغتياپالان، ناروغان او ناروغ لرونکي بايد ماسک واغوندي. 

د هوا په سړېدو او د ژمي په راتګ سره هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی او اندېښنه دا ده چې ښايي د کرونا ويروس دويمه څپه خپره شي.