هلمند کې د جګړو له کبله ډېری کورنۍ کډه شوې

د هلمند ولایت چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې د جګړو له کبله تر ۵۰۰۰ زیاتې کورنۍ له خپلو سیمو، مرکز لښکرګاه ته بې‌ځایه شوي دي.
د هلمند د کډوالو چارو رییس، سید محمد رامینرسنیو  ته وویلي،  د کورنیو د بې‌ځایه کېدو لړۍ لا هم روانه ده.

په کابل کې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت بیا وایي، په هلمند کې د دغو بېځایه شویو لپاره یو لنډمهاله کمپ جوړوي.

دا پداسې حال کې ده چې د هلمند په مرکز لښګرکاه او ځینو سیمو کې له څو ورځو راهیسې جګړې روانې دي