د سپیلنیو خوړل د وزن د کموالي له پاره ګټه لري

هره هغه کیاه چې د الله تعالی په قدرت د ځمکې پرمخ را شنه شوې: د هغې به شنه کېدو کې د انسانانو له پاره ګټه او حکمت شته.
 په همدې ډول سپیلنی هم د هغو ګیاه وو له ډلې څخه دی، چې د انسانانو له پاره لسګونه ګټې لري، دا ګیاه موږ یوازې په دې نامه پېژنو چې د نظر یا بدو سترګو له پاره یې دودول ګټور دي؛ خو دا ګیاه پر دې سر بېره د تقریباْ ۷۰ ناروغیو د درملنې له پاره کارول کېږي او د وزن په کموالي کې هم مهم رول لري. دا چې سپیلني څه ډول وزن کموي او د وزن په کموالي کې یې رول څه دی؟ په دې اړه  لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ. 

څېړنو دا ثابته کړې ده، چې سپیلنی د ۷۰ ناروغیو د درملنې له پاره ګټه لري. دا ماده چې ګرم خاصیت لري، خوړل یې د وزن په کموالو کې مهم رول لري. د دې  ګیاه خوړل په سهار کې ډېره ګته لري. که سپیلنی سهار مهال و خوړل شي ډېره ګټه لري، چې خوړل یې له درې دانو څخه نیولي تر یوې کاشوغې پورې چې له دې څخه باید زیات نه شي. 
دا د وزن په کمولو کې مهم رول لري؛ چې که ۴۰ ورځې په دومداره توګه و خوړل شي وزن په پوره اندازه کموي او دګيډې  او نور وجود اضافي غوړ له منځه وړي. د سپیلنیو خوړل  په سهار کې د بلغم د لیرې کولو له پاره هم ګټه لري. همدارنګه دا ماده د مکروبونو په وژلو او د ټولو مکروبي ناروغیو له پاره ګټه لري. 

که دا  ګیاه څوک خوړلی نه شي دودول یې هم ګټور دي، چې سهار مهال یې دود کړي. خصوصاْ په هغو کورونو کې چې ناروغ وي، باید سهار او مازدیګر ورته سپیلنی دود شي. 
د سپیلنیو غوړي د د فلج او وجود د سستوالي له پاره ګټه لري.