د هلمند ولايتي شورا: د ښار څلورمه امنيتي حوزه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده

روهي (يوه نۍ/۲۰ د تلې)، د هلمند ولايتي شورا رسنيو ته ويلي دي چې د دغه ولايت د پوليسو څلورمه امنيتي حوزه د پوليسو لاس ته لوېدلې ده. طلوع نيوز د هلمند د ولايتي شورا د مشر عطاالله افغان د مالوماتو پر اساس لېکلي دي چې د ښار څلورمه امنيتي حوزه د طالبانو په لاس ورغلې ده. 

د عطاالله افغان د مالوماتو  پر بنسټ، د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې وروسته له نښتې طالبانو حوزه نېولې ده. نوموړي ويلي دي چې جګړه اوس هم روانه ده. 

بيا له بلې خوا د هلمند ولايتي مسوولين وايي چې افغان امنيتي ځواکونو تکتیکي شا ته تګ کړی دی او هڅه کوي چې د سيمې کنټرول بېرته تر لاسه کړي. 

د هلمند ځايي اوسېدونکو د دغه ولايت په ترېنګلي امنيتي وضعيت اندېښنې ښوودلې دي او ويلي دي چې ښار ته تللې لار تړل شوې دي.