هغه ناروغان چې د خپلې درملنې له پاره له هیواده بهر پاکستان ته ځي؛ دو ی پاکستان ته د تګ او ویزه وهلو له پاره اړه دی، چې په سفارت کې دا سړې شپې په ویښه تېرې کړي، خو بیا هم نه شي کولای، چې ویزه تر لاسه کړي. ځکه د ویزې اخیستلو له پاره باید دوی پیسې مصرف کړي.
خلاصه کیسه په دې ځای کې داسې ده، چې که غواړې پاکستان ته ولاړ شې نو باید د ویزې اخیستلو له پاره پیسې ورکړې او که پیسې نه لرې؛ نو هلته باید له څو شپو او ورځو انتظار څخه وروسته ساه ورکړې.
د پاکستان سفارت اوس مهال د فساد او رشوت په مرکز بدل شوی، هلته هره ورځ د بېوزله ناروغانو له ډاډو څخه د هغوی غوښې شکول کېږي. خو هغوی د مجبوریت له مخې څه نه شي ویلای او مجبوره دی، چې دا پیسې ورکړي، تر څو خپل ناروغ د درملنې له پاره بوځی.
که څه و وایي چاته ته به یې و وایي او څوک دي، چې د دوی اواز واوري. دولت خو خپله په دې فساد کې ښکېل دی له وزارته نیولې تر معموریته پوررې ټول چارواکي په دې فساد کې لاس لری.
یو څو تنه زورواکي د سفارت شاه او خوا را ټول شوي، چې دولت هم د دې زورواکو په واسطه د پیسو په بدل کې په ناروغانو ویزې پلوري.
حالته قومندان د کورنیو چارو د وزارت په مشوره له زورواکو سره لاس یو کړی او ناروغانو ته د لاس پنځلس زره افغانیو په بدل کې ویزې لګوي. چې دا پیسې بیا دوی په خپل منځ کې سره ویشي. هغه ناروغان چې پیسې نه لري، د هغوی دې خدای مل شي، ځکه دوی ته نه مفته څوک نوبت ورکوي، چې ویزه ولګوي او نه هم دوی ویزه لګولای شي، نو مجبور دي، چې شپې شپې په دې سړه هوا کې په سفارت کې تېرې کړي، که نوبت ورته ورسېږي.
دا هغه وضعیت دی، چې هره ورځ د پاکستان په سفارت کې روان دی او اصلي لامل یې دولتي چارواکي دي، چې دا فساد د کورنیو چارو له وزارته راپیل دی او همداسې تر معمورینو پورې را رسېږي.
وروستي