د امرالله صالح پر موټريز کاروان بريد کوونکي ونېول شول  

روهي ۰يوه نۍ/۲۰ د تلې)، رسنيو د ملي امنيت رياست د مالوتو پر بنسټ لېکلي دي چې هغه لس کسيزه ډله يې نېولې ده چې څه وخت وړاندې يې کابل کې د ولسمشر لومړي مرستيال  امرالله صالح د موټرونو پر کاروان بريد کړی وو.

اريانا نيوز د ملي امنيت رياست د خبرپاڼې پر بنسټ لېکلي دي، چې ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د خاص عملياتو په پايله کې يو لس کسيزه ډله نېولې ده او ويل شوي دي چې ياد کسان د حقاني شبکې او داعش ډلې غړي دي. 

د يادونې ده چې د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان بريد کې له لسو ډېر کسان ووژل شول او په لسګونه نور په کې ټپيان شول. طالبانو په ياد بريد کې خپل لاس لرل رد کړي وو.