د ۱۳۴۳ کال او اوسني حکومت د مرکزي ادارې لنډه مقایسه

د ۱۳۴۳ کال د اساسي تشکيلاتو د قانون د دريمې مادې له مخې د هېواد سیاسي رژيم د مرکزيت په اصل ولاړ وو او مرکزي ادارې په خپل تشکیل کې يوازې وزارتونه درلودل، چې د وزير لخوا به اداره اداره کېده، د دې تر څنګ د ياد قانون د 14 مادې له مخې حکومت د 14 وزارتونو او يو خپلواک رياست څخه تشکیل شوى وو، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوو.

۱: د ملي دفاع وزارت
۲: د خارجه چارو وزارت
۳: داخله وزارت
۴: د عدليې وزارت
۵:  د مالیې وزارت
۶: د پوهنې وزارت
۷: د تجارت وزارت
۸: د فوايد عامې وزارت
۹: د مطبوعاتو وزارت
۱۰: د مخابراتو وزارت
۱۱: روغتیا وزارت
۱۲: د کانونو او صنايع وزارت
۱۳: د کرنې وزارت
۱۴: د پلان وزارت
همدا شان يو خپلواک رياست هم شتون درلود، چې د قبايلو مستقل رياست په نوم يادېده. د دې تر څنګ د اوسني حکومت تشکیل زيات پېچلې او مبهم دى، د دې يو ستر علت دا دى، چې د اساسي تشکيلاتو قانون تر اوسه نه دى تصویب شوى حال دا چې د ۱۳۴۳ کال د اساسي تشکيلاتو قانون ملغی اعلان شوی دی؛ نو له همدې وجې د حکومت تشکیل د سياسي ملحوظاتو قرباني دى؛ خو په هر صورت د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون د ۱۳۶ مادې له مخې د هېواد سیاسي رژيم د مرکزيت په اصل بناﺀ دى، مرکزي اداره د ۱۳۴۳ کال برخلاف چې يوازې ۱۴ وزارتونه يې په خپل تشکیل کې درلودل، ۲۶ وزارتونه، ۲۲ خپلواکې ادارې او ۵ مستقل کمیسیونونه په خپل تشکیل کې لري، چې په لاندې ډول يې تر بحث لاندې نيسو.

وزارتونه:
۱: ملي دفاع وزارت
۲: د کورنیو چارو وزارت
۳: د عدليې وزارت
۴: د ښځو چارو وزارت
۵: د اقتصاد وزارت
۶: د بشر حقوقو وزارت
۷: د طبيعي پيښو په وړاندې د چمتووالي وزارت
۸: د مخابراتو وزارت
۹: د عامې روغتیا وزارت
۱۰: د فواید عامې وزارت
۱۱: د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت
۱۲: د سولې چارو وزارت
۱۳: د کرنې او زراعت وزارت
۱۴: د مالیې وزارت
۱۵: د پارلیماني چارو وزارت
۱۶: د کانونو او پټرولیم وزارت
۱۷: د تجارت ا صنایعو وزارت
۱۸: د پوهنې وزارت
۱۹:د لوړو زده کړو وزارت
۲۰: د بهرنیو چارو وزارت
۲۱: د ترانسپورت او هوانوردۍ چارو وزارت
۲۲: د اطلاعاتو او کلتور وزارت
۲۳: د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت
۲۴: د حج او اوقافو وزارت
۲۵: د مهاجرينو چارو وزارت
۲۶: د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت

خپلواک کميسيونونه:
اوسنی حکومت د مرکزي ادارې په تشکيل کې ۵ خپلواک کميسيونونه لري چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو.
۱: د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون
۲: د اساسي قانون په تطبيق د څار خپلواک کميسيون
۳: د ټاکنو خپلواک کميسيون
۴:  د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کميسیون 
۵: د بشر حقوقو خپلواک کميسیون

د خپلواکو ادارو رياستونه:
اوسنی حکومت د ۱۳۴۳ کال حکومت بر حلاف په خپل تشکيل کې ۲۲ خپلواکې دارې لري چې په لاندې ډول يې ذکر وو.
۱: د لوی څارنوالۍ ادارې رياست
۲:د هوانوردۍ ادارې رياست
۳: د اراضۍ مستقلې ادارې رياست
۴: د کوچيانو د چارو د انسجام د ادارې ریاست
۵: د اداري فساد په وړاندې د مبارزې  د ادارې رياست
۶: د پلټنې د عالي ادارې رياست
۷: د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رياست
۸: د ستندرد ملي ادارې رياست
۹: د ملي راډيو تلوېزيون ادارې رياست
۱۰: د مسلکي او تخنيکي تعليماتو ادارې رياست
۱۱: د ازموينو ملي ادارې ریاست
۱۲: د ملي انکشاف حمايوي او علمياتي ادارې رياست
۱۳: د معلوماتو او احصايې مرکزي ادارې رياست
۱۴: د جيوديزي او کارتوګرافۍ ملي ادارې ریاست
۱۵: د ښاروالۍ ادارې رياست
۱۶: د سرې مياشتې ملي ادارې رياست
۱۷: د ملي امنيت عمومي رياست
۱۸: د سپورت او بدني روزنې عمومي رياست
۱۹: د علومو اکاډمۍ رياست
۲۰: د سيمه اييزو اورګانونو خپلواکې دارې رياست

يادونه: سره له دې چې د ۱۳۴۳ کال د اساسي تشکيلاتو په قانون کې د وزارتونو او خپلواکو رياستونو شمېر څرګند وو، خو له دې سره بيا هم ياد قانون د وزرات د ايجاد، ادغام او هم د لغوه کولو لپاره کوم توضيحات نه درلودل، د دې ترڅنګ دا چې اوس وخت هم د اساسي تشکلاتو قانون تصويب او توشېح شوی نه دی؛ نو دلته هم د وزارتونو د ايجاد، ادغام او الغا لپاره کوم مشخص معيارونه نشته، نو له همدې وجې د وزارتونو کره شمېر که څه هم څرګند دی، ولې ثابت نه دی او د تغير په حال کې دی، چې ښه مثال يې په دې وروستيو کې د دوو نوو وزارتونو ( د سولې په برخه کې دولت وزارت  او د بشر حقوقو په برخه کې د دولت وزارت ) نوي ايجاد شوي دي. نو په خلص ډول ويلای شو چې د ۱۳۴۳ کال د حکومت د مرکزي ادارې تشکيل او جوړښت ډېر واضحه او ساده وو، مګر د اوسني حکومت شکل او تشکيل زيات او پېچلی دی، د دې ستونزې د حل لپاره بايد تر حده کوښښ وشي چې د اساسي تشکيلاتو قانون تصويب او توشېح شي.
پای
سرچينې:
۱: د اساسي تشکيلاتو قانون(۱۳۴۳)
۲: د افغانستان اساسي قانون(۱۳۸۲)
۳: د جمهور ي رياست ويبپاڼه
۴: د پخواني اجرائيه رياست ويبپاڼه