د وجود د بخار یا سوخت لاملونه و پېژنئ

د ځینې کسانو وجود په دومداره توګه بخار کوي او له دې ناروغۍ سره سخت په تکلیف دي. دا چې د وجود د بخار لاملونه څه دي او ولې مو وجود بخار کوي؛ لاملونه یې په لاندې ډول و پېژنئ!

پوستکی د یوه ساتونکي په توګه د وجود له داخلي برخو څخه ساتنه کوي او د وجود د پوستکي سلولونه دا مسؤلیت لري، چې د وجود داخلي برخې ته د ویروسونو او باکتریاوو د ننوتو مخنیوی وکړي. دیوه خطر په وخت کې د پوستکې دا سلولونه د خطر په مقابل کې عکس العمل  ښیي، چې په دې وخت کې د وجود هغه برخه د دې عکس العمل په اساس بخار کوي. د پوستکې د بخار نور لامونه په لاندې ډول ولولئ. 

اګزما ( د پوستکي یو ډول ناروغي): د جود د بخار یو له اصلي لاملونو څخه یو هم اګزما ده. دا ناروغي ډېری وخت په کوچنیانو کې لیدل کېږي او په لویانو کې دا نارغي کمه لیدل کېږي. د اګزما د ناروغۍ اصلي لامل د پوستکي نا منظموالی دی؛ چې دا د پوستکي د وچوالي او التهابي کېدو لامل کېږي. چې د دې له پاره باید  پوستکی پاک وساتل شي. ځینې وختونه دا د دې لامل کېږي، چې اګزما ډېره جدی او زیاته شي، چې دا ډول خلک باید ډېر ځان ته متوجه واوسي او خپل پوستکی په سم ډول وساتي؛ ځکه دا ډول خلک تر نور ډېر د پوستکي له ستونزو او مکروبونو سره مخ دي. 

د پوستکي وچوالی: 
د پوستکي د بخار یو له مهم لاملون څخه یو هم د پوستکي وچوالی دی. د وجود هغه برخه مو چې بخار کوي که کوم بخار یا التهاب ونه لري؛ پرته له شکه چې لامل یې وچوالی دی. 

اب او هوا د پوستکي په وچوالي کې ډېره اغېزه لري. د ځان ډېرمینځل هم کېدای شی د وجود غوړ له منځه یوسي او د پوستکي د وچوالي لامل شي. د پوستکي بخار په ټولو کسانو کې لیدل کېږي، خو د چا چې عمر چې ډېریږي، پوستکی یې وچېږي او په پایله کې یې د وجود له بخار سره مخ کېږي. 

د پوستکي د بخا ر له پاره هڅه وکړئ؛ چې له با کیفیته درملو څخه کار واخلئ او پوستکی مو پاک وساتئ. کله چې د پوستکي د بخار لامل کوم التهاب وه، په دې وخت کې غوره دا ده، چې ژر تر ژره ډاکتر ته ورشئ او درملنه یې وکړئ. 

د پوستکي د وچوالي نښې: 
ـ شخ او پوستک پوستک  پوستکی
ـ له اندازې زیات  د وجود بخار او سوخت
ـ د تور پوسته کسانو د پوستکي ایره یي کېدل
ـ د بخار له ځای څخه د وینې د راتلو احتمال 
ـ د پوستکي چاودل 

پاتې برخه یې په بله لیکنه کې......