زه له خپل سیوري هم ویره لرم!!!

د افغانستان خلک د بېلا بېلو ستونزو او ناخوالو په اساس له رواني ناروغۍ سره مخ دي، چې دې ناخوالو یې روح نا ارامه کړی او دوی یې رواني کړي دي. اوس مهال د کابل ښار ښاریان له یوه نوي تشویش او ستونزې سره مخ دي، چې د دوی رواني حالت یې خراب کړي او له یوې ذهني ګدوډۍ سره مخ دي. دا چې دا ستونزه څه ده؟ چې د کابل ښار اوسېدونکي ورسره مخ دي او دوی یې له ذهني ګدوډۍ سره مخ کړي ځان پرې پوه کړئ او ځان له دې رواني حالت څخه وژغورئ. 

کابل ښار اوس مهال د وحشتونو په ښار بدل شوی؛ په دې ښار کې هره ورځ داسې وحشتونه کېږي، چې د دې ښار وګړي په ارامه زړه او ارامه حالت په دې ښار کې نه شي ګرځېدای. هر سړی چې له کور څخه دباندې وځي؛ دا تشویش ورسره وي، چې اوس به له کومې خوا راباندې حمله کېږي او له کومې خوا به مې څوک دروي او د جیب په سل روپو او یا یوه موبایل به وژل کېږم. کله چې یو کس له کوره ووځي که یې په جېب کې پیسې موبایل او یا بل څه وي؛ دا ویره ورسره وي، چې که مال مې واخلي خو خیر داسې نه چې ما هم ووژني او که څه نه وي ورسره هم دا ویره لري، چې که مې په دې ووژني؛ چې څه نشته راسره دا هغه ستونزې او تشویشونه دي، چې د دې ښار وګړي ورسره مخ دي او دوی یې له ذهني ګډوډۍ سره مخ کړي دي. که څوک یو څه واخلي دا ویره ورسره وي؛ چې که دا اوس څوک را څخه وتښتوي، کله چې څوک له کور څخه دباندې ووځي له جېبه یا دستکول څخه موبایل نه شي را ویستئ، که یې ضرورت وي، چې چاته زنګ ووهي یا زنګ ورته راشي، په دې وخت کې دا تشویش ورسره وي، چې که د خبرو کولو په وخت کې مې موبایل څوک وتښتوي. په دې ښار کې ښځې کله چې له کور څخه دباندې شي؛ دا ویره ورسره وي، چې که مې څوک دستکول را څخه وتښتوي. که مو د کورنۍ کوم غړی پلار، ورور، خاوند، زوی او یا بل څوک د ماښام له اذانه وروسته لږ څه په راتلو کې نا وخت کړي، د کورنۍ د غړو یې ورته تشویش شي؛ چې داسې نه چې خدای مه کړه له کوم غله سره مخ شي او کومه ستونزه ورته جوړه کړي. 

اوس مهال د کابل په ښار کې دا هغه ستونزې دي، چې د دې ښار وګړي ورسره مخ دي او دوی یې له ذهني ګډوډۍ سره مخ کړی. د دې ستونزې له امله د دې ښار د هېڅ وګړي زړه هم په ارامه نه دي، پرته له هغو کسانو څخه چې په دې وحشتونو کې لاس لري. چې دا تشویش په خپله یوه رواني ناروغي ده، چې د دې ښار وکړي ورسره مخ دي. دې ستونزې د کابل ښار وګړي له داسې حالت سره مخ کړي؛ چې حتی له خپل سیوري هم ویره لري. چې د دې امکان شته چې دا ستونزه د کابل ښار ډېری وګړي په سختې رواني ناروغۍ اخته کړي.