نا هیلیتوب یوه انسان ته څه زیان لري؟   

ځینې کسان به مو لیدلي وي. چې تل په ژوند کې نا هیلي وي او هېڅ خپل راتلونکي ته هیله نه لري. دا چې د دوی د نا هیلي کېدو لاملونه څه دي او ولې نا هیلي کېږي او دا نا هیلي د دوي په ژوند څه منفي اغېزي لري په دې اړه به په دې لیکنه کې یو څه معلومات وړاندې کړم. 

ځینې کسان ژه ژوند کې دومره ماتو سره مخ شي؛ چې نور له خپل ژوند څخه بېخي نا هیلي شي او په ځان بې باوره شي. دا چې ژوند  د ماتو او بریاوو ټولګه ده، نو انسان به په ژوند کې خامخا هم له ماتو سره مخ کېږي او هم له بریاوو سره. ځینې کسان په یوه کار کې ژر بریالي شي، خو ځینې بیا له وار وار ماتې خوړو وروسته بریالي کېږي؛ چې په دې حالت کې ځینې کسان  له پر له پسې ماتو څخه وروسته له ژوند څخه نا هیلي شي او د راتلونکي له پاره یې په زړه کې هېڅ کومه هیله نه لیدل کېږي. 

ځینې کسان بیا د ژوند ستونزې او کړاوونه دومره نا هیلي کړي، چې نور یې په زړه د ژوند کولو له پاره هیله نه وي او نه د دې هیله لري، چې بیا به یې په ژوند کې کله هم خوشحالي راشي. 

ځینې کسانو ته بیا د نورو له خوا د نا هیلۍ احساس ورکول کېږي. زموږ په ټولنه کې په نور نیوکه کول ډېر دود دي، کله چې یو کس د لومړي ځل له پاره د یوه کار د کولو جرات کوي او غواړي یو څه وکړي، بیا څو تنه ورته پیدا شي، چې بې ځایه نیوکې پر ې وکړي. چې دا نیوکې  د نوموړي کس د نا هیلۍ او پر ځان د بې باور کېدو لامل کېږي. یا په کورنیو کې یو د بل بې ځایه تحقیرول هم په ځینې کسانو کې د ناهیلۍ لامل کېږي. دا او ځینې نور ډېر لاملونه دي؛ چې یو انسان یې له امله نا هیلی کېدای شي. 

ناهیلي انسان له ژوند او روزګاره باسي؛ کله چې یو انسان په ژوند کې نا هیلی شه هغه نور خپل فعالیت پریږدي او د ژوند له یوه بد حالت سره مخ کېږي. نا هیلي مو له کورنیو ستونزو سره مخ کوي. د دې تر څنګ نا هیلی انسان په ژوند کې پرمختګ نه شي کوی. نا هیلي مو له اقتصادي ستونزو سره هم مخ کوي. نا هیلي د شیطان عمل دی او له انسان سره نه ښایي، چې نا هیلی شي. نا هیلی انسان د الله هم نه خوښېږي؛ ځکه نا هیلی شیطان دی.

 هغه عمل چې د شیطان وي، دا نو بیا واضیح خبره ده، چې هم په دنیا کې انسان ذلیلوي او هم په اخرت کې. نو په ژوند کې مه نا هیلي کېږئ او ماته مه منئ. ژوند د ماتو او بریاوو ټولګه ده، په ژوند کې به هم خوشحالي او هم خپګان راځي؛ ځکه که تل خوشحالي وي هغه او غم نه وي هغه خوشحالي هم بیا خوند نه لري. نو ځکه په ژوند کې مه نا هیلي کېږئ او له ژوند سره مبارزه وکړئ.