د ملي مصالحې عالي شورا ریس، ډاکتر عبدالله عبدالله هند ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دغه هیواد له  لومړي وزیر نریندرا مودي سره لی

روهي(پنځه نۍ / ۱۷ د تلې)،  د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هند اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی تر څنګ، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهالو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او افغانستان ته یې د خپل هیواد د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.
 
د هند د جمهوري ریاست لومړي وزیر زیاته کړه: "هغه سوله چې افغانانو ته د منلو وړ ده هندوستان ته د منلو وړ ده او  په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ملاتړ کوي ځکه چې د سولې او ثبات په راتګ سره به د ترهګرو ډلو د فعالیتونو لپاره نوره زمینه برابره نه شي."
 
د ملي مصالحې عالي شورا ریس، ډاکتر عبدالله عبدالله  زیاته کړه چې په  دوحه کې د سولې هڅو او خبرو اترو پیل د سولې لپاره یو ښه فرصت دی ، او موږ د هند له جمهوریت څخه په افغانستان کې د سولې هڅو په اړه د هغه اصولي دریځ له امله مننه کوو.