زلمی خلیلزاد: د دواړو لورو لپاره فرصت او که د جګړې نوی پیل!

روهي(پنځه نۍ / ۱۷ د تلې)، امریکا وایي په بین الافغاني خبرو کې پر دواړو لورو د خپلو خبرو د منلو لپاره له هر ډول فشار استفاده کولی شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دی ددې لپاره په دوحه کې دی چې د امریکا او طالبانو هوکړه عملي کړل شي. نوموړي ویلي دي تاوتریخوالی باید کم شي او بین الافغاني خبرو کې دې پرمختګ رامنځ ته شي.
 

هغه زیاته کړه، چې ډېرو داسې ګومان کاوه چې طالبان به د افغانستان له دولت سره د خبرو د مېز تر شا کېني او یوازې غواړي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یوه موافقه وکړي.
 

د جګړې قرباني افغان ولس دی، عام خلک پر دې ټینګار کوي چې د سولې لپاره دیاد فرصت څخه له هرې ممکنې لارې باید ګټه پورته شي، د افغان پوځ پر وړاندې کورنۍ جګړه لا هم روانه ده ټینګار پر دې دی چې دواړه لوري د اختلافي مسایلو پر سر شته خنډونه له منځه یوسي.
 

 خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی چې امریکا به له خپل فشار استفاده وکړي څو دواړه لوري د تاوتریخوالي او جګړو کمولو ته اړ کړي. خلیلزاد وایي ددې کار د عملي کولو لپاره ګڼې لارې لري خو په سر کې یې ديپلوماتیکې هڅې دي. خلیلزاد دغه راز له دواړو لورو غوښتي چې پر یو بل د خبرو له منلو ډډه وکړي بلکې یو بل ته دې قناعت ورکړي.