د ادب تاریخ او ادبي تذکرې تر منځ توپیر

د ادبیاتو په برخه کې موږ دا دوه برخې یو له بل سره ورته والی لری؛ ډېری کسان یې په توپیر نه پوهېږي؛ چې یوه یې د ادب تاریخ په نامه دی او بله یې د ادبی تذکرې په نامه یادیږي. 
دا دوه برخې موږ ته د تېر وخت د ادبیاتو، لیکوالانو، شاعرانو په اړه معلومات راکوي. دا چې د دې دوه برخو تر منځ توپیر څه دی او دا دوه برخې څنګه سره بېلولی شو د دې دواړو برخو پر تو پیرونو به رڼا واچوو. 

لومړی به پر ادب تاریخ وغږیږو، چې ادب تاریخ څه دی؟ 

ادب تاریخ: ادب تاریخ هغه علم دی؛ چې د پېښو تحولات، د پېښو لاملونه، د پېښو اغېزې د زمان او مکان په چوکاټ کې تر څېړنې لاندې نیسي. 

د ادب تاریخ موضوع تحول دی، دا چې په کوم وخت کې ادبیات څه ډول وه او بیا څه ډول شوه او اوس څه ډول دي. په ادبیاتو کې څه ډول تغیرات راغلي؟ کوم پرمختګونه یې کړي د چا په واسطه شوي او څه ډول شوي؟ دا تغیرات په ادبیاتو کې ټول ادب تاریخ موږ ته بیانوي. 
د پښتو ژبې ادبیات له فلکلوري ادبیاتو څخه را پیلېږي او تر ننۍ زمانې پورې تر موږ ادب تاریخ را رسولي دي. 
څرنګه چې له تاریخه هېڅ شی پټ نه شي پاتې کېدای همداسې ادبیات هم له تاریخ څخه پټ نه دي. تاریخ او په دې زمان کې تحولاتو پښتو ادبیات په درې برخو ویشلي دي. 

ادبي تذکره: هغه څه دی، چې د تاریخ په جریان کې د یو شخص له لوري د یو شاعر یا لیکوال ژوند لیک په کې ذکر کېږي. په دې تذکره کې د شاعر یا لیکوال د زېږیدو له نېټې نیولې ترزده کړو، دندو اثارو، فعالیتونو او مرګ پورې ټول راوړل کېږي. 

په تذکر کې موخه تحول نه بلکې د احوالو را رسول دي. ادبي تذکره هم په پښتو ادب کې ډېر ارزښت لري، ځکه د یوې دورې د لیکوالو او شاعرانو احوال خوندي کوي. په پښتو ادب کې زموږ لومړنۍ تذکره تذکرة لاولیا ده، چې د شاعرانو او لیکوالانو احوال یې تر موږ را رسولي او بله تذکره بیا پته خزانه ده؛ چې د لرغونې دورې د ډېرو لیکوالنو او شاعرانو احوال یې ترموږ را رسولي دي. 

د ادب تاریخ او ادبي تذکرې تر منځ توپیر

په ادب تاریخ کې زماني تحول په نظر کې نیول کېږي؛ خو په ادبي تذکره کې نه نیول کېږي. په ادب تاریخ کې د شاعر یا لیکوال ژوند په ضمني ډول تر څېړنې لاندې نیول کېږي؛ چې په تذکره کې د دې خلاف د شاعر یا لیکوال پر ژوند بحث کېږي او د ژوند ټول اړخونه یې تر څېړنې لاندې نیول کېږي. 

د ادب تاریخ موخه د تاریخ په جریان کې تحولات دي او د ادبي تذکرې موخه بیا تحول نه بلکې د احوالو رسول او خوندي کول دي. 
 دا هغه توپیرونه دي؛ چې د ادبې تذکرې او ادب تاریخ تر منځ لیدل کېږي او دا دواړه برخې یو له بل څخه توپیروي.