محب: د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې مونږ نه وو؛ شرطونه يې نه شو منلی 

روهي (څلورنۍ/۱۶ د تلې)، د هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار وايي چې حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شرطونه د بين الافغاني خبرو د چوکاټ په ډول د منلو وړ نه دي. 

حمد الله محب چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره دوحې ته تللی رسنيو ته ويلي دي چې د سولې بين الافغاني خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کيږي او که د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون شرطونه پر حکومت تپيل کيږي، ورته د منلو نه دي. 

نوموړي زياته کړې، "دا خبرې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ په مستقیمه توګه دي، موږ دغو مذاکراتو کې کوم منځګړی نلرو، دغه مذاکرات د افغانانو ترمنځ د افغانستان معضلې حل په اساس دي، موږ نه غواړو په هغه پروسه کې چې موږ په کې ښکېل نه وو، دغه بهیر کې یې دخیل کړو. هغه شرایط چې هلته دي د افغانستان پر خلکو وتپل شي هغه څه چې موږ د هغې پروسې شامل نه وو."

محب ټېنګار کوي چې فېبروۍ مياشت کې افغان حکومت د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون برخه نه وه، "بیا هم وایم چې هوکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ وه، موږ هم خپله اعلامیه کې یوازې د خبرولو په  تړاو وویل او له هغې ډېر مو څه ونه ویل او نه هغه وخت نه اوس."

د طالبانو او افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ دوحه کې د بين الافغاني خبرو يوه جنجالي موضوع هم د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې شوې هوکړه ده چې طالبان يې د بين الافغاني خبرو بنسټ يادوي خو د افغان حکومت پلاوی ور سره مخالفت ښيي.