د پوستکي د سرطان لومړنۍ نښې

د پوستکي سرطان یو له هغو سرطانونو څخه دی، چې که په لومړنیو وختونو کې وپېژندل شي؛ درملنه یې امکان لري.دا چې د پوستکي سرطان څه ډول و پېژنو او د دې سرطان نښې څه دي او څه وخت باید داکټر ته ورشو په دې اړه لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ. 
هغه نښې چې د پوستکي د سرطان څرګنونه کوي او د دې نښو په لیدو سره باید ډاکټر ته مراجعه وکړو هغه دا نښې دي. 

۱ـ کله چې ستاسې پر مخ یا کوم بل ځای د وجود د پوستکي په برخه داسې یو زخم وي؛ چې هغه په درې یا څلور میاشتو کې هم جوړ نه شي. 

۲ـ داسې یوه لکه یا بخار مو په پوستکي کې پیدا شي، چې هغه ورځ په ورځ غټېږي، وینه کوي او حساسیت یې بدلون کوي. 

۳ـ په عمومي ډول ټول هغه زخمونه چې دا لاندې معیارونه ولري، باید مشکوک شو او په دې وخت کې داکټر ته ورشو. 

۱: نا مناسبه زخم چې په لیدلو یې انسان کرکه کوي. 
۲: د زخم د شاه او خوا نا منطموالی
۳: رنګ یې یو ډول نه وي
۴: قطر یا بر یې له شپږ ملی مترو ډېر وي او ورځ په ورځ نور هم زیات شي. 

۵: هغه بخارونه چې ظاهري بڼه یې ورځ تر بلې بدلون وکړي، رنګ یې بدلون وکړي او ورځ تر بلې ضخیم یا چقور شي. 

دا هغه نښې دي، چې باید ژر تر ژره پوه شئ او پرته له کومه ځنډه ډاکتر ته ورشئ. 

ملانوم چې د سرطان له جدی او خطرناکو ډولونو څخه دی، ټول په یو ډول نه وي ټول ملانومونه یو له بل سره توپیر لري. پرته له دې چې تاسې د ملانوم په پېژندنه کې تېروتنه وکړئ باید وپوهېږئ؛ چې ټول بخارونه او دانې د ملانوم نښې نه دي. 

هر زخم او بخار ملانوم او سرطان نه دی؛ خو بیا هم باید پر پوستکي د زخم او دانو د دومداره کېدو په صورت کې ډاکتر ته ورشئ او په دې برخه کې پاملرنه وکړئ. 

ډېری هغه کسان د پوستکې په سرطان اخته کېږي؛ چې ډېر لمر ته ګرځي. هغه سپین پوسته کسان چې پوستکی یې لمر و سوځوي. هغه کسان چې په کورنۍ کې یې له پخوا څخه ځینې کسان ملانوم ولري. د دوی امکان ډېر دی، چې د پوستکې سرطان شي.