زه  ولسمشر زده کړو ته وهڅولم

کله چې موږ په ژوند کې یو کار کوو؛ زده کړې کوو یا پر مختګ کوو یو څوک مو تر شاه وي، چې موږ و هڅوي او ملاتړ مو وکړي. زه به د ولسمشر خبرو زده کړې ته هڅولم او ویناوو به یې ماته روحیه را کوله. 
کله چې زه ماشوم وم، ښوونځي ته به تلم، په هغه وخت کې له ځینې ستونزو سره مخ وم، چې زما د درس او تعلیم مخه یې نیوله، کله به ستونزو ته تسلیم شوم او دا پریکړه به مې وکړه؛ چې له درس او زده کړې سره نوره مخه ښه وکړم؛ خو د ولسمشر دې وینا چې تل به یې هر افغان ماشوم زده کړې او تعلیم ته هڅوه ماته روحیه راکوله او زه به یې زده کړو ته هڅولم. د ولسمشر حامد کرزی دا وینا به مې تل په غوږو کې وه چې ویل به یې زده کړه وکړئ، ځکه موږ زده کړې ته ډېره اړتیا لرو او د هغه دا خبره به مې کله هم له مغزه نه لیرې کېده، چې ویل به یې موږ زده کړې ته ډېره اړتیا لرو؛ که د نورې نړۍ ماشومان څلور ساعته درس وایي افغان ماشومان یې باید اته ساعته و وایی؛ ځکه موږ له نورې نړۍ څخه ډېر وروسته پاتې یو او زده کړې ته مو اړتیا دېره ده. 

زه به چې کله په خپلو درسونو کې بې پروا شوم؛ نو د ولسمشر دا وینا به را یاده شوه، د ولسمشر وینا زه بې پروایی ته نه پریښودم. د هغه له درده ډک اواز به زما غوږو ته راته، د ولسمشر هغه زارۍ به مې نه هېریدې، چې افغان ماشومانو ته به یې د درس ویلو له پاره کولې. 

د ولسمشر له درده ډک اواز له ستونزو سره د مبارزې توانایي راکوله. موږ افغانانو ته خو د نجونو تعلیم یو لوی عیب ښکاري، چې د دې رواج له امله زه هم د زده کړو به برخه کې له بلا ستونزو سره مخ وم، کله به چې زما حوصله د دې ستونزو په مقابل کې خلاصه شوه؛ بیا به هم د ولسمشر دا وینا را یاده شوه او دې تولو ستونزو سره د مبارزې توان به یې راکړ. 

د ولسمشر دا وینا راته په ژوند کې د یوه ښه لارښود په توګه وه، د ولسمشر دې وینا یو بل څه هم راته زده کړی دي. ما د ولسمشر له دې وینا څخه د وطن پالنې مینه هم زده کړه. نو د خپل ولسمشر له دې وینا  څخه منندویه یم، چې ماته یې د زده کړې حوصله، له ستونزو سره مبارزه او له ګران وطن سره د مینې کولو احساس راکړ. 
​​​​