بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير ورته هرکلي ته راغلی وو؛ دوحه کې د ولسمشر تود هرکلی شوی 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ قطر ته په دوه ورځني رسمي سفر نن غرمه  پلازمېنې دوحې ته ورسېد.

جمهور رئیس غني ته  د دوحې په بین المللي هوایي ډګر کې د قطر بهرنیو چارو کې د دولت وزیر  په یو لړ ځانګړو مراسمو کې تود هرکلی ووایه.

په پام کې ده چې جمهور رئیس غني پلازمېنه دوحه کې د قطر امیر، لومړي وزیر او نورو مقاماتو سره پر کتنو سربېره دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.