د لغمان والي د موټرونو پر کاروان بريد شوی؛ والي ترې روغ وتلی خو اته کسان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دی 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، نن له غرمې مخکې د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کې د والي رحمت الله يارمل د موټرونو پر کاروان بريد شوی دی چې نوموړی ترې روغ وتلی دی. 

د لومړينو مالوماتو پر بنسټ دغه بريد کې اته کسان وژل شوي دي او دېرش نور په کې ټپيان دي. بريد هغه مهال شوی چې والي رحمت الله يارمل له مېلمستون څخه د ولايت مقام پر لور روان وو.

په همدې حال کې د لغمان د پوهنې ریاست وايي چې د ښاري معارف امریت اړوند د دوو ښوونځیو ښېښې ماتې شوې او څلور تنه زده کوونکي ټپیان دي.