اکرام‌الدین سریع د تخار امنيه قومندان وټاکل شو 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د تخار د پوليسو وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي دي چې د بغلان امنيه پخوانی قومندان اکرام‌الدین سریع د تخار ولايت د امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی دی. 

د امنيه قومندانانو د تبدلۍ په بهير کې د تخار ولايت امنيه پخوانی امنيه  قومندان معراج‌الدین سادات د بلخ ولايت د نوي امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی.

د خليل اسير په وينا چې اکرام الدين سريع به د رسمي مراسمو په ترڅ کې د تخار د امنيه په توګه معرفي شي.