کابل کې د جنايي پېښو اوج: ۲۴ ساعتونو کې ۷ کسانو قرباني شوي 

روهي (دوه نۍ/۱۴ د تلې)، د تېرې ورځې په ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار کې د بېلا بېلو جنايي پېښو له امله پلازمېنه کابل کې اووه کسان ته مرګ - ژوبله اوښتې  ده. 

د طلوع نيوز راپور کې په ګوته کوي چې تېره ورځ د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د جنايي پېښو له امله ځيني کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. 

د شنبې پر ماښام د نولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې وسله والو غلو یو پولیس وواژه او د سیمې د اوسېدونکو په وینا بریدګرو د هغه ټوپک له ځانه سره یو وړ. 

په یوې بلې پېښه کې پر یوه سودا ګر هغه مهال د وسله والو له لوري برید وشو چې د پلازمېنې په سرای شمالي سیمه کې یې په یوې صرافۍ کې پیسې تبدېلولې.

تېر سهار ناپېژاندو وسله والو چې پر موټر سایکل سپاره وو، د پلازمېنې په بګرامیو سیمه کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو د برخې دوه افسران ویس احمد او سید نظیف الله ووژل او د هغوی موټر چلوونکی یې ټپي کړ.

حکومت د امنيتي تړون تړون په نوم پروګرام هم جوړ کړی دی خو د هېواد په مختلفو ولايتونو او په ځانګړي ډول پلازمېنه کې کابل کې نېږدې هره ورځ د جنايي پېښې راپورونه ورکول کيږي.