په طبیعي ډول د سترګو شا او خوا ګونځې له منځه یوسئ

د سترګو شاه او خوا ګونځې هغه ستونزه ده، چې ستاسې څېره پرې بدرنګه ښکاري او ستاسې عمر یې له امله لوړ ښکاري. د دې ستونزې له پاره ډېر کریمونه شته چې د دې مصرف ډېر لوړ دی او هر سړی دا نه شی کارولی. د دې کریمونو تر څنګ ډېرې نورې طبیعي لارې هم شته چې له لارې یې موږ کولای شو چې د سترګو شاه او خوا ګونځې له منځه یوسو. 

د سترګو شاه او خوا پوستکی ډېر نازک او حساس دی، چې د خندا او لاس وهلو له امله ځینې وخت ګونځې کېږي. یا هم ډېری وخت د لمر د شعاع او ډېرې ژړا له امله  د سترګو شاه او خوا پوستکی ګونځې کېږي. کله چې د دې پوستکي اوبه وچې شي که هغه د هر څه له امله وی پوستکی ګونځې کېږی. د دې ګونځو د ورکېدو له پاره ډېرې طبعي لارې شته چې موږ کولای شو په کارولو سره یې د سترګو د شاه او خوا ګونځې له منځه یوسو. چې هر یو به یې تاسې ته په لاندې ډول معرفی کړو. 

د اناناسو د اوبو په واسطه د سترګو د شاه او خوا د ګونځو درملنه: د اناناسو اوبه د سترګو د شاه او خوا ګونځو د ورکېدو له پاره یوه ګتوره لار ده؛ د اناناسو اوبه په لاس یا پنبې سره په دې ګونځو و وهئ. څېړنو دا ثابته کړې، چې د اناناسو اوبه ورو، ورو ستاسې د سترګو د شاه او خوا ګونځې له منځه وړي. د اناناسو اوبه د برومیلین لرونکی دی، چې د طبیعی تېزابو خاصیت لري. 

د سترګو د شاه او خوا ګونځو د ورکېدو له پاره مڼه او شات: نیمه کاشوغه شات او یوه ټوټه مڼه ښه سره اخته کړئ او بیا یې د سترګو چار چاپېره ګونځو باندې و وهئ دا ګډ شوي شات او مڼه د شلو د قیقو له پاره پرېږدئ وروسته له شلو دقیقو یې ومینځئ دا ستاسې د سترګو شاه او خوا ګونځې له منځه وړي. په دې ډول تېز او پخواني عمیق خطونه هم ورو ورو کمېږي. که یې په منظم ډول څو اونۍ هره ورځ و کاروئ. 

د لیمو د اوبو په واسطه د سترکو د شاه او خوا ګونځو درملنه: د لیمو اوبه هم د سترګو د شاه او خوا ګونځو د ورکېدو له پاره ګټورې دي؛ د لیمو اوبه د پختې په واسطه د ورځې دوه ځلې په دې ګونځو و وهئ. یو ځل سهار له ویښېدو وروسته او بیا د شپې له ویده کېدو مخکې. 

د ګلابو په واسطه د سترګو د شاه او خوا ګونځې له منځه یوسئ. د ورځې له خوا یو وار د ګلابو اوبه یا ګلاب د سترګو لاندې و وهئ تر څو دا ګونځې له منځه یوسي. د ګونځو له ورکېدو سربېره دا ستاسې د پوستکي د ځوانېدو لامل هم کېږي. 

د یخي په واسطه د سترګو د شاه او خوا ګونځې له منځه یوسئ: یخی یوه بله لار ده د دې له پاره چې تاسې یې په واسطه د سترګو لاندې ګونځې له منځه یوسئ. یخي په کونځو هره ورځ و وهئ تر څو ستاسې د سترګو د شاه او خوا ګونځې له منځه یوسي.