د بریالیتوب رازونه

هر انسان غواړي، چې یو بریالی ژوند ولري او په ژوند کې بریاوو ته ورسېږي؛ خو ډېری کسان نه شي کولای چې په ژوند کې بریاوو ته ورسېږي او دوی تل په ژوند کې له ناکامۍ سره مخ وي؛ دا چې ولې ځینې کسان تل بریالي وي او د دوی د بیا راز په څه کې دی او څه باید وکړو چې په ژوند کې بریاوو ته ورسېږو په دې اړه لاندې ټکي په نظر کې و نیسئ. 

۱ـ د یوه بریالي ژوند د درلودلو له پاره په ژوند کې د ځان له پاره یو مهال ویش جوړ کړئ او د ژوند چارې مو د یوه مهالویش په واسطه پر مخ یوسئ. که متوجه شو هغه کسان چې تل بریالي وي، هغو د ځان له پاره په ژوند کې یو مهالویش لري او د ژوند چارې د مهالویش له مخې پر مخ وړي او د بریا یو راز یې هم همدا دی. 

۲ـ پر ځان باور ولرئ: که غواړئ؛ چې په ژوند کې بریاوو ته ورسېږئ، نو پر ځان باور ولرئ. کله چې تاسې د یوه کار له پاره تصمیم نیسئ او غواړئ، چې هغه کار وکړئ؛ نو په دې کې مه زړه نا زړه کېږئ، چې زه به یې وکړئ شم، که به یې ونه شم کړی. کله مو چې د یوه کار له پاره پریکړه وکړه چې کوم یې بیا پر ځان باور وکړئ؛ چې کوی یې شم او زه یې وړتیا لرم. که پر ځان باور و نه لرئ، هغه کار په ژوند کې نه شئ کوی. باور ستاسې د بریا له پاره یوه غوره لار ده؛ چې تاسې بریا ته رسوی. 

۳ـ ځان ته ارزښت ورکړئ: یوه بله لار چې تاسې بریا ته رسوي؛ هغه دا ده چې تاسې ځان ته ارزښت ورکړئ. ځان ته ارزښت ورکول دا مانا چې ځان کم مه ګڼئ. داسې فکر مه کوئ، چې زه وړتیا نه لرم، زه کمزوری یم دا کا زما له وسې پوره نه دی. هېڅکله ځان کم مه ګڼئ او داسې فکر مه کوئ، چې زه دا کار نه شم کوی او دا ستونزمن دی، زه په څه نه پوهېږم. ځان ته د نورو په مقابل کې په کمه سترګه مه ګورئ؛ ځان ته ارزښت ورکړئ. 

۴ـ بې پروایي مه کوئ: د بریا له غورو لارو څخه یوه بله غوره لار دا ده؛ چې یوه کار جدی ونیسئ او په ترسره کولو کې یې بې پروایي ونه کړئ. بې پروایې هغه څه دی، چې ستاسې د بریا مخه نیسي، که تاسې په یوه کار کې بې بروایې وکړئ وخت در څخه تېریږي او له ناکامۍ سره مخ کېږئ، وروسته پښېماني بیا هېڅ ګټه نه لري. نو غوره لار دا ده چې په یوه کار کې بې پروایي ونه کړئ او جدی اوسئ او کار مو پر وخت ترسره کړئ. 

۵ـ ماته مه منئ: په ژوند کې ماتې او بریا دواړه شته؛ تر څو چې په ژوند کې ماته و نه خورئ بریا ته نه شئ رسېدی. هر بریالی انسان له بریاوو څخه مخکې له ډېرو ماتو سره هم مخ دی. کله چې یو وار ماته خورئ په یو وار ماتې سره د تل له پاره ماته مه منئ. بلکې د بریا له پاره په وار وار مبارزه وکړئ او ځان بریا ته ورسوئ. ځکه له هرې ماتې څخه وروسته بریا ده. نو په ژوند کې ماته مه منئ تر څو بریا ته ورسېږئ. 
​​​