ایا ګلاب مو د بویولو تر څنګ کله خوړلي هم دي؟

 ایا ګلاب مو د بویولو تر څنګ کله خوړلي هم دي؟ راځئ د ګلابو د ګټې په اړه معلومات تر لاسه کړئ. 
تر اوسه مو پر دې اړه فکر کړی؛ چې د مړي په مراسمو کې ولې ګلاب او د ګلابو له اوبو څخه کار اخیستل کېږي؟ دا کار څه ګټه لري. دا چې ګلاب څه خاصیت لري او د ګلابو بویول او خوړل څه ګټه لري په دې اړه معلومات تر لاسه کړئ. 
د ګلابو بوی ارامتیا ورکوونکی خاصیت لري؛ په همدې خاطر له ګلابو څخه د مړي په مراسمو کې استفاده کېږي. دا چې د ګلابو بوي او خوړل د کومو ناروغیو له پاره ګټه لري په لاندې ډول يې په اړه معلومات تر لاسه کړئ. 
د استرس یا فشار کموالی: د استرس ضد څښاک او یا هم د استرس کمونکی څښاک دی. د ګلابو د اوبو څښل د استرس د کمولو له پاره ګټه لري او بوی یې هم تاسې ته ارامتیا درکوي. د دې تر څنګ ګلاب ستاسې عصبي سیستم هم تقویه کوي. د ګلابو په بویولو او خوړلو سره تاسې کولای شئ؛ چې د خپل سر درد کم کړئ او د سر درد درملنه مو وکړئ. 
ګلاب د خوب د نا ارامۍ او بې خوبۍ له پاره هم ګټه لري. که مو خوب نا ارامه وي، د خوب د نا ارامۍ د درملنې له پاره ګلاب و کاروئ. سربېره پر دې د ګلابو اوبه د ستړیا له پاره هم ګټورې دي. 
که د پوستکي له وچوالي او د وینې له ضایع کېدو سره مخ یاست او د ګلابو ګل مو نه وي کارولي؛ نو یو وار د ګلابو ګل و کاروئ. دا تجربه ترسره کړئ. د ګلابو د اوبو غرغره کول؛ د ستوني مکروبونه او د ستونی، تالو او حلق سوروالي ته ګټه لري. سربېره پر دې که د پوستکي له وچوالي او یا د وینې له ضایع کېدو سره مخ یاستئ؛ خوله مو په ګلابو سره و مینځئ. 
که سر درد لرئ او سترګې مو درد کوي او سرې وي؛ د درملنې له پاره مو ګلاب و کاروئ. 
دا ډول کسان کولای شي، چې د ګلابو ګل بوی کړئ یا یې د مینځلو او اسپرې په ډول و کاروئ. 
په ازموینه کې له ګلاب څخه مرسته و غواړئ! د ګلابو خوړل او بویول تاسې ته په عمومي ډول انرژي درکوي. د دې ګل بویول او خوړل ستاسې ذهن ارامه کوي. په همدې خاطر د ګلابو بویول او څښل د خپل ذهن د ارامه کولو له پاره ښه  او له دې څخه ګټه واخلئ. 
د تبې له پاره هم کولای شئ چې ګلاب و کاروئ! د تبې له پاره  له ګلابو څخه ګټه واخلئ.
د ګلابو یو بل ښه خواص پوستکي ته شادابي ورکول دي. د ګلابو اوبه د مخ د کونځو او ځوان ساتلو له پاره ګټه لري. که غواړئ، چې مخ مو ځوان او شفاف پاتې شي پرمخ مو د ګلابو اوبه ووهئ. ګلاب ستاسې مخ ته ښکلا ورکوي.