ولسمشر غني:  د پکتیکا هوایي ډګر به د شهید عزیزالله کاروان  په نوم ونومول شي

روهي (يوه نۍ/۱۳ د تلې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په يو رسمي سفر سويلي ولايت پکتيکا ته تللی وو. نوموړی له ولايتي مسوولينو سره لېدنې وروسته د پکتيکا خلکو سره لېدنې او وينا کړې ده. 

ولسمشر غني له دوی سره ژمنه وکړه، چې د پکتیکا امنیتي مسوولینو ته يې لارښوونه وکړه چې په درېیو میاشتو کې د دې ولایت په وضعیت کې مثبت بدلون راولي. هغه زیاته کړه، پکتیکا ته د برېښنا رسولو لپاره پیسې اماده شوي، خو د امنیت په تامین کې یې له ولسونو د مرستې غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني ويلي دي، چې د پکتیکا د دروند ولس نارضایتي د منلو وړ نه ده. د پکتیکا هوایي ډګر به د شهید عزیزالله کاروان او د زابل هوایي ډګر به د شهید محمد اصف توخي په نومونو ونومول شي.

نوموړي د مالیې وزارت معین عبدالحبیب ځدراڼ ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکي کال بودجه کې پکتیکا کې درې بندونو او د پوهنتون ارتقا ته برخه ورکړي او والي دې د جامع جومات د نقشې د ارزونې لپاره پلاوی وټاکي.