د پښتو ژبې مختاړي په درې برخو ویشل کېږي؛ لومړی ډول یې د نفې او نهې مختاړي، دوهم ډول یې د مطلقیت مختاړی او درېم ډول یې کلمه جوړونکي مختاړي دي.
دا چې په پښتو ژبه کې د مطلقیت مختاړي څه دي او څه دنده لري؛ په لاندې ډول به یې واضیح کړو.
دا چې په ژوند کې هر څه د حال او زمان له مخې بدلون کوي؛ د پښتو ژبې فعلونه هم د زمان له مخې پر درې برخو ویشل شوي، چې حال زمانه، تېره زمانه او راتلونکې زمان څخه عبارت دي.د پښتو ژبې د فعلونو په برخه کې که څه هم تېره زمانه بېلا بېلې برخې لري، خو تر ډېره پورې یې د مطلق او اسمتراري زمانو خبرې کېږي. کله چې موږ د مطلق تېر مهال یا مطلقې ماضي خبره کوو؛ نو په پښتو ژبه کې د مطلقیت (و) دنده هم راته څرګندیږي.
په پښتو ژبه کې د مطلقیت مختاړی یوازې (و) دی؛ کله چې د مورفیم ( و) له فعلونو څخه مخکې راشی، فعل مطلق ماضي بڼه غوره کوي. لکه:
ماضي استمراري ماضي مطلق
ما ډوډۍ خوړله ما ډوډۍ وخوړله
ما درس لوسته ما درس ولوسته
د مطلقیت ( و) یوازې د زمانې له مخې فعل نه مطلقوي؛ بلکې د استعمال له مخې ځینې وخت د مطلق امر صیغه هم جوړوي. لکه: و خوره، وخورئ، وکړه، وکړئ، ولوله، ولولئ، ورشه، ورشئ او ...
کلمه جوړونکي مختاړي
د مختاړو له جملې څخه درېمه ډله یې کلیمه جوړونکي مختاړي دي. دا هغه مختاړي د چې د خپلواک مورفیم سره د یو ځای کېدو په صورت کې یوه نوې اشتقاقي مانا او جوړښت جوړوي. لکه:
بې فکره
هم فکره
ناجوړه
ورتلل
راتلل
درتلل
په دې مورفیمونو کې بې، هم، نا، ور، را، او در په تر تیب سره کلیمه جوړونکي مختاړي دي.
د را، دراو ور د مختاړو په برخه کې ځینې ژبپوهان په دې اند دي، چې په ځینې ځایونو کې دا مختاړي د پلوي ضمیرونو بڼه غوره کوي او د ضمیرونو په شکل راځي.
اخځونه
۱ـ محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۶). پښتو ژبدود جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
۲ـ مرهون، محمود، (۱۳۹۷). لکچرنوټ. کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه
وروستي