هندوستان ، سپوږمۍ ته د راتلونکي مېشن لپاره انتنونه ولګول

نن د هندوستان د بنګلور په 45 کيلومترۍ کې د(  بيالالو ) په سيمه کې دوه لوی انتنونه د دې لپاره ولګول ، چې راتلونکی کال سپوږمۍ ته لېږدېدونکې بېړۍ کنټرول کړي . هندوستان په پام کې لري راتلونکی کال د ( چاندرايان _1 ) په نامه فضايي سپوږمکۍ د سپوږمۍ مدار ته واستوي . دا سپوږمکۍ به دوه کاله د سپوږمۍ په مدار کې پاتې وي .