د ستر مولینا په اړه

تېره ورځ (د سپټمبر ۳۰ مه) د ستر صوفي، د الهیاتو متخصص، د اسلامیاتو دانشور، لیکوال او شاعر، جلال الدین محمد بلخي (مولینا) د زوکړې ورځ وه. دا ستر انسان د ۱۲۰۷ کال د سپتمبر په ۳۰ مه د افغانستان په بلخ کې وزیږید، ۶۶ کاله یې په دې فاني نړۍ کې ژوند وکړ او بیا د ترکیه په قونیه کې وفات شو، وروستۍ ارامګا یې هم د ترکیه په قونیه نومي ځای کې ده. له مشهورو اثارو له جملې یې: مثنوي معنوي، دیوان شمس، فیه ما فیه، مکتوبات، مجالس سبعه او نور دي. د مولینا د ستر والي یوه نښه دا ده، چې د شخصیت نفوذ یې د قومي او جغرافیایي پولو پورې محدود نه دی پاتې شوې؛ بلکې له افغانانو سربېره ایرانیانو، ترکانو، یوناینانو او د مرکزي او جنوب ختیځې اسیا د بېلابېلو برخو مسلمانانو د مولینا د معنوي میراث څخه ګټه پورته کړی او اغېز یې ترې اخیستی دی. جالبه خو دا ده، چې د نوموړي (سروده های مولوی) د اشعارو کتاب په امریکا کې د شعر په برخه کې خوندور او ډېر پلورل کیدونکی کتاب ګنل کېږي. غربي نړۍ، مولینا د (رومي) په نامه پېژني.

مولینا خپلې زیاتې لیکنې او شعرونه په فارسي ژبه لیکلي دي. د اثارو له ډلې یې (مثنوي معنوي) تر ټولو مسهور اثر دی، چې د امریکا په شمول په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم ډېر ارزښت لري او د خلکو د خوښې وړ اثر دی. نوموړی په علومو او شعر کې له خپل پلار (مولانا محمد بن حسین خطیبي چې به بهاءالدین مشهور و)، عطار او سنایي څخه ډېر اغېزمن و. د مولینا مور مومنه خاتون هم ډېره عالمه ښځه و او د یوې علم پروره کورنۍ سره یې تعلق و. د مرګ پر مهال یې دا خبره ډېره حیرانونکې وه: 

زه چې کله مړ شم، زما قبر د ځمکې پر مخ مه لټوئ؛ بلکې د خلکو په زړونو کې یې ولټوئ!
د دې ستر انسان په ژوند او عظمت باندې کتابونه کتابونه خبرې کیدلی شي. بس ما یې دلته د زوکړې د ورځې په مناسبت تاسې سره یو څه مالومات شریک کړل. پکار ده چې د مولینا د ژوند او علمي او معنوي کارونو په اړه څېړنې وشي او ګټه ترې پورته شي.
د مولینا څو ویناوې:
۱: تاسې د وزرو سره پیدا شوي یاست؛ نو ولې د ژوند په اوږدو کې دې ته اولیت ورکوئ، چې په سینه باندې مزل وکړئ؟

۲: د غږ د لوړولو پر ځای مو د خبرو کیفیت لوړ کړئ! ګلان په باران وده کوي؛ نه د تندر په شور.

۳: تر هغې مو زړونه له ماتېدلو وساتئ، تر حو چط مو سم برانیستي نه وي.

۴: د ځان د کوچنیوالي نمایش مه وړاندې کوئ! تاسې د دې کائیناتو تر ټولو خوشاله او له جذبو ډک حرکت ګڼل کېږئ!

۵: د نورو خلکو د ژوند په خوښوونکو کیسو مه راضي کېږئ! د خپل ژوند کیسه مو پرانیزئ او روښانه یې کړئ!