د څېړنوال عبدالغفور لېوال صیب د لیکلي کتاب (افغانستان او انسان محوره سیاست) لنډ جاج! (لومړۍ برخه)

(افغانستان او انسان محوره سیاست) کتاب چې ټولټال ۱۲۰ صفحې لري، د ودان افغانستان ګوند د پکتیا څانګې له لوري د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شوی دی.

د انسان فطري جوړښت ته په کتلو باید دا ومنو، چې د بېلابېلو مسایلو په تړاو د بېلابېلو خلکو اندونه بېلابېل وي. که د دنیا د رامنځته کېدلو سره سم د لومړنیو انسانانو تر منځ د نظریاتو اختلاف ته تم شو نو وبه منو چې زیات مسایل شته چې د فکري او نظریاتي اختلافاتو په وجه یې ډېره پراختیا ومونده او د نویو مالوماتو رامنځته کېدلو ته یې لاره پرانيسته او تر ننه دا لړۍ ادامه لري.
زه غواړم چې د ښاغلي لېوال صیب په کتاب کې راغلیو ځینو لیکنو ته له خپله دیده د دلایلو په وړاندې کولو سره وګورم او تاسې سره یې هم شریک کړم.

د یاد کتاب لومړۍ برخه د (څلوېښت کاله د سولې ناهیلی لټون) په سرلیک پېل شوی ده. په دې لیکنه کې لومړی په دې تړاو عمومي بحث شوی، بیا د روان کړکېچ د دوام په اړه د افغان انسان د نیمګړتیاوو یادونه شوی او په وروستۍ برخه کې د روان کړکېچ څخه د ژغورنې لارې چارې ښودل شوي دي.

د یادې لیکنې په لومړي سر کې لېوال صیب لیکي: ((په سیاسې لوبو کې یو منطق شته، وایي هر هېواد او ولس که ځان وقایه نه شي کړای، پردي یې په کړکېچ کې د ځان په ګټه پانګونه کوي.))
دلته خو لومړی د سړي ذهن ته دا پوښتنه راځي، چې په سیاسي لوبو کې دا منطق له کوم ماخذ څخه راخېستل شوی؟ که ماخذ ذکر نه کړو، نو لومړی سړي ته د پلېجریزم اندېښنه په ذهن کې ورغورځي او بیا دا هم ذهن ته راځي چې ګواکې لیکوال د خپلو راتلونکو ادعاوو لپاره له لومړي سره تیار بستر اماده کوي. خو ځه دا به هم ورسره ومنو.

لیوال صیب د همدې منطق په اساس په روان کړکېچ کې لوی مسئولیت د افغانانو په غاړه وراچوي او دا روښانه کوي چې امریکا او روس افغانانو زړور کړل چې دوي ووژني، ځکه افغانانو یو او بل د هغوی په اشارو وژل او دې کار هغوي ته زړورتیا ورکړه. که فکر وکړو دلته د پړې ګوته خپلو افغانانو ته نیول کېږي خو په یو شکل نه په یو شکل د خارجي یرغلګرو د نه یا کمې ملامتیا لپاره توجیهات لټول کېږي.

همدارنګه د کړکېچ د دوام یو عامل دا ګڼي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره پیداګوژیک-رواني بستر تیار اماده شوی دی. زیاتوي چې ((د افغانستان د مذکر تاریخ پاڼه چې راواړوې نو د وینو رود ترې راوبهېږي.... زه ټولو هېواد ژغورونکیو اتلانو ته درناوی لرم خو د تېرو ۴۰ کلونو ماشومانو به څومره له خپلو پلرونو او ښوونکیو څخه پوښتلي وي، چې مشره! که سوله ښه څیز دی نو ولې مو ټول اتلان د جګړو او وژنو اتلان دي؟....))

له دې خبرو خو داسې ښکاري چې لېوال صیب سره د دې چې خپلو ملي دفاعي ځواکونو ته درناوی لري، بیا هم په کینایوي پوښتنو د هغوي کړنې (د هېواد دفاع) له ټوپک پرته په تش لاس سره غواړی. په دې وخت کې لېوال صیب ته پکار وه چې د نړۍ نور ستر هېوادونه یې هم له خپله نظره تېر کړی وای، چې په خوله د بشرپالنې چغې وهي خو د انسانوژنې او جنایتونو یې په غېر بل کار نه شته او په دې توګه هر یو هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د سترو امپراطوریو د جوړولو لپاره کار وکړي، د خپلو دفاعي ځواکونو پر سر ګرځول او هغوي ته درناوی خو یې لا څه کوی. (د اړتیا له مخې هر څه کوي) خو موږ یې د هغوي په پرتله د نشت په حساب هم نه کوو. د هغو د دې برخې یادون او ورسره زموږ پرتله، زما په اند دلته ضروري وه.

د کړکېچ د دوام د عواملو په لړ کې دا هم وایي، چې (( انسانوژنه، تاوتریخوالی، جنایت او تشدد د معنوي فقر تر ټولو سترې نښې دي، ټیټ شعور، ناپوهي او بې رحمي دا څرګندوي، چې وګړي په شدید معنوي فقر اخته دي، د معنوي فقر ریښې په دوامداره مادي فقر کې خښې دي.))

دا خو بیخي سمه خبره ده، چې د انسان وژنه، تاوتریخوالی، جنایت او تشدد بیخي مردود دي، خو دا هم باید ومنو چې په نړیواله کچه هغه هېوادونه چې په سیاسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي او... برخو کې پرمختللي هېوادونه (لکه امریکا، روس او ...) هم په ځينو مواردو کې، لکه تاسې چې ورته وړاندې نغوته کړې ده: (( ... د امریکې متحده ایالاتو هم د سیالۍ لپاره له ایډیولوژیکو اوزارو څخه کار اخیستل پیل کړل او له عربو او عجمو څخه یې له دین څخه د ساتنې په نامه د ټوپکو او پیسو باران راپیل کړ.))، هرې ناروا کړنې ته جواز ورکوي، د دې دا مانا نه ده چې ګواکې موږ هم همداسې وکړو بلکې مانا یې دا ده چې که انسان وژنه، تاوتریخوالی، جنایت او تشدد د معنوي فقر سترې نښې ګڼو او بیا د معنوي فقر ریښې په دوامداره مادي فقر کې خښې ګڼو، نو امریکا خو د مادي فقر په نامه بیخي څه پېژني نه او په نړیوال سټېج یې معنوي مقام هم تر ټولو لوړ ګڼل کېږي خو بیا هم هر ډول مردود عمل کوي.

بل ځای وایي: ((موږ فکر کاوه چې د جګړې په میدان کې د دوښمن ماتول د ازادۍ په مانا دی، حال دا چې د ازادۍ جګړه پخپله ازادي نه ده، بلکې د خپلواکۍ لپاره د هڅو یوه وړه برخه ده.))
دلته پوښتنه دا ده، چې پورته مواردو کې یادو هڅو ته ولي وړه(کوچنۍ) ویل کېږي؟ دا د کوم معیار په اساس کوچنۍ ګڼلی شو؟ دلته خو باید یو دلیل راوړل شوی وی.

چې دلیل نشته نو موږ باید دلته د ستر انقلابي شخص جوزف سټالین هغه خبره ذکر کړو. هغه وایي: ((انقلاب او ازادي په ورېښمینو دستکشو نه راځي.))

جوزف منحیث د ازادۍ د یو نوموتي شخص په توګه دا منلې چې د انسان څخه د ازاد لفظ لری شو نو دا مانا چې ازاد نه دی او کوم چا استعمار کړی، همدا استعمارګر دښمنان دي او دښمن چې په هر ډګر کې مات نشي ازادي ناشونې ده.

د لیوال صیب د فکر سره جوړ مبارز، باچا خان هم ویلي وو، چې ازادي اخېستل کېږي، ورکول کېږي نه!
نور بیا....