(۲۱) په هره میاشت کې درې ورځې د روژې نیولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایې:« وَإِنَّ بِحَسْبِكَ أَنْ تَصُومَ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ ثَلاثَةَ أَيَّامٍ فَإِنَّ لَكَ بِكُلِّ حَسَنَةٍ عَشْرَ أَمْثَالِهَا فَإِنَّ ذَلِكَ صِيَامُ الدَّهْرِ كُلِّهِ ».
ژباړه: یقینا ستا لپاره پوره ده چې له هرې میاشتې درې ورځې روژه ونیسئ، یقینا ستا لپاره هره نیکي یو په لسه ده، یقینا دغه داسې شوه لکه د ټول عمر روژې نیول .
(۲۲) عاشوراء ورځې د روژې نیولو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ».
ژباړه: عاشوراء د ورځې روژه نیول، یقینا زه په الله جل جلاله باندې یقین لرم چې د تېر شوي کال ګناهونه بښي.
(۲۳) عرفې ورځې د روژې نیولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایې:« صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ وَالَّتِي بَعْدَهُ».
ژباړه: عرفې د ورځې روژه نیول، یقینا زه په الله جل جلاله باندې یقین لرم چې د تېر شوي او راتلونکي کال ګناهونه رژوي.
(۲۴) د ښو اخلاقو خپلولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِنَّ الْمُؤْمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَةَ الصَّائِمِ الْقَائِمِ».
ژباړه: یقینا مؤمن په ښو اخلاقو باندې د رژوه دار او تهجد کوونکي مرتبې ته رسي.
(۲۵) د خوب څخه مخکې د اذکارو ویلو څه اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی:« إِذَا أَخَذْ تُمَا مَضْاجِعَكُمَا فَسَبِّحَا ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ, وَاحْمَدَا ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ, وَكَبِّرَا أَرْبَعًا وَثَلَاثِينَ, فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمَا مِنْ خَادِمٍ».
ژباړه: کله چې د خپل خوب ځای کې اړخونه ولګوئ نو (۳۳) ځله سبحان الله ووایئ،او(۳۳)ځله الحمد الله ووایئ، او (۳۴) ځله الله اکبر ووایئ، دا ستاسې لپاره د مزدور نه غوره ده.
وروستي