اجـــــــــرونه (اوومه برخه) |

(۳۱) د جماع (کوروالي) څخه مخکې د دعا ویلو څه اجر دي؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « لَو أَن أحدكُم إِذا أَرَادَ أَن يَأْتِي أَهله قَالَ: بِسم الله اللَّهُمَّ جنبنا الشَّيْطَان وجنب الشَّيْطَان مَا رزقتنا, ثم قُدِّرَ أَنْ يَكُونَ بَيْنَهُمَا ولد فِي ذَلِك لم يضرّهُ الشَّيْطَان أبداً».
ژباړه: که چېرې یو کس له تاسې نه په هغه وخت کې چې خپل اهل ته دنږدي کیدو(کوروالي) اراده وکړي او دا دعا ووایي:(بِسم الله اللَّهُمَّ جنبنا الشَّيْطَان وجنب الشَّيْطَان مَا رزقتنا)، پیل کوم په نوم د الله تعالی، ای الله مونږ له شیطان نه لیرې کړي او شیطان له هغه څه نه لیرې کړي چې مونږ ته یې راکوي، بيا که دواړو ته په دغه وخت کې بچی مقرر شوي وي نو شیطان به ورته هېڅکله زیان ونه رسوي.

(۳۲) څوک چې خپله غوسه کابو کړي د هغه لپاره  څه اجر دی؟
رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: «مَنْ كَظَمَ غَيْظًا وَهُوَ يَسْتَطِيعُ أَنْ يُنَفِّذَهُ دَعَاهُ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ عَلَى رُءُوسِ الخَلَائِقِ حَتَّى يُخَيِّرَهُ فِي أَيِّ الحُورِ شَاءَ».
ژباړه: څوک چې خپل قهر او غوسه کابو کړي پداسې حال کې چې هغې د پلي کولو توان لري، نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په مخکې راوبلي تردې چې د حورو په خوښولو کې به ورته اختیار ورکړي.

(۳۳) د ژبې او شرمګاه د ساتنې څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».
ژباړه: څوک چی ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دو ژامو او خپو ترمنځ دي(ژبه او شرمګاه) نو زه به ورله جنت ته د ننوتللو ضمانت وکړم.

(۳۴) د ملاقات او لیدلو په وخت یو بل ته د لاس ورکولو (مصافحې کولو) څه  اجر دی؟
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: «مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيَتَصَافَحَانِ، إِلَّا غُفِرَ لَهُمَا قَبْلَ أَنْ يَتَفَرَّقَا».
ژباړه: داسې دوه مسلمانان نشته چې د لیدنې په وخت یو بل ته لاس ورکړي، مګر دا چې الله جل جلاله به دوی ته له جدا کیدو مخکې بښنه وکړي.

(۳۵) شوال د میاشتې د شپږو رژو نیولو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ سِتًّا مِنْ شَوَّالٍ كَانَ كَصِيَامِ الدَّهْرِ».
ژباړه: څوک چې رمضان د میاشت روژې ونیسي او بیا ورپسې د شوال دمیاشتې شپږ روژې ونیسې دا داسې ده لکه ټول عمر روژه نیول.
دوام لري... اجـــــــــرونه(اوومه برخه) | ژباړن: انــــدیال

دوام لري...