اجـــــــــرونه (لومړۍ برخه)  

(۱۶) د خپلوی پاللو څه اجر دی؟
 رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَأَنْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».
ژباړه: که څوک خوښه ګڼي چې رزق يې پراخه او عمر یې زیات شي نو خپلوي دی وپالي.

(۱۷) د هر فرضي لمانځه نه وروسته د ایت الکرسي ویلو
څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: «مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ، إِلَّا الْمَوْتُ».

ژباړه:څوک چې د هر فرضي لمانځه څخه وروسته ايت الکرسى ووايي پرته له مرګ څخه به يې بل څه جنت ته له ننوتلو منع نه کړي.

(۱۸) د:«سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيم وَبِحَمْدِهِ» ویلو څه اجر دی؟
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:«مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيم وَبِحَمْدِهِ، غُرِسَتْ لَه نَخْلَة فِي الْجَنّةِ».
ژباړه:چا چې دا کلمات وویل: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيم وَبِحَمْدِهِ ،پاکي ده الله تعالی لره چې لوی ذات دی ، حمد او ثنا ده هغه لره، په جنت کې به د هغه لپاره د خرما نیالګۍ کېښودل شي.

(۱۹) سله ځله د«سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ» ويلو څه اجر دی؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ، مِائَةَ مَرَّةٍ، غُفِرَتْ لَهُ ذُنُوبُهُ وَلَوْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ».
ژباړه:څوک چې سل ځله: سُبْحَانَ اللَّهِ وَبِحَمْدِهِ ووایي، ټول ګناهونه به یې وبښل شي  که سمندر د زګ هومره ولي نه وې.

(۲۰) الله جل جلاله د رضا لپاره يوه ورځ د روژې نیولو څه اجر دی؟ 
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« مَن صامَ يوماً في سبيلِ الله؛ بَعدَ اللهُ وجْهَهُ عنِ النارِسبعينَ خريفاً».

ژباړه: څوک چې د الله تعالی په لار کې یوه ورځ روژه شو نو الله جل جلاله به يې مخ جهنم د اور نه د اویا کلنو په اندازه لیرې کړي.