کندهار کې ۶۸۰ ماشومان د وينې له سرطان ځوريږي؛ روغتياپالان يې لامل جګړه بولي 

روهي (جمعه/۱۱ د تلې)، د هېواد په سويلي حوزه (کندهار، ارزګان، هلمند او زابل) ولايتونو کې سلګونه کسان په سرطان ناروغۍ ککړ دي چې ترمنځ يې ډېری ماشومان دي او د وينې سرطان لري.   

د کندهار د عامې روغتيا مسوولينو رسنيو ته ويلي دي چې په دې ولايت کې موسی جان ماشومان د وينې سرطان لري. له کندهار وراېخوا په هلمند او ارزګان ولايتونو کې ماشومان د وينې سرطنان له ناروغۍ ځوريږي او د مرګ شپې سبا کوي. 

کندهار کې روغتيا پالان او روغتيايي مسوولين د وينې په سرطان د ماشومانو د اخته کېدو سبب هېواد کې اوږده جګړه، چاودنې، هوايي بمبارۍ، د درنو وسلو کارونه او د بې وړتيا درملو شتون په ګوته کوي. 

په دې اړه د کندهار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر موسی جان رسنيو ته ويلي دي، "ښکاره خبره ده چې زموږ فضا له جنګونو ډکه ده، دلته څلورو ولایتونو کې جګړې دي او هر ډول چاودېدونکي توکي کارول کیږي چې د سرطاني ناروغیو لامل کیږي."

افغانستان نېږدې له تېرو ۴۰ کالونو په کورنيو جګړو کې دی، چې د ځاني او مالي تلفاتو،  مرګ - ژوبلې وراېخوا يې، د خلکو په روغتيا او په ځانګړي ډول يې په ذهني او روحي روغتيا هم ډېر ناوړه اغېز کړی دی.