احمد ضياء مسعود: فارسي د افغانستان د اکثريت خلکو ژبه ده

روهي (جمعه/۱۱ د تلې)، د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود ورور، احمد ضياء مسعود د فارسي ژبې پر ځای د دري ژبې ذکر کولو د فارسي ژبې د لمانځه وړولو موخه بللې ده.
 
مسعود وايي چې فارسي لسګونه پېړۍ تاريخ لري، او افغانستان کې د علم او زده کړو لپاره اوس وخت يوازينۍ سرچینه همدا ژبه ده. افغانستان کې هر په سلګونه کتابونه په فارسي ژبه چاپ، لېکل او ژباړل کيږي.
 
د جمعيت ګوند دغه مرستيال ادعا کوي چې حکومت هڅه کوي چې د بودا مجسمو په ډول فارسي ژبه هم له منځه يوسي.
 
د يو شمېر تاجک تبارو غبرګونونه وروسته له هغې راپورته شول، چې ځينو ادارو دري ژبه د پښتو ژبې ترڅنګ د هېواد رسمي ژبه؛ فارسي او تاجکي يې د بهرنيو ژبو په چوکاټ کې شاملې کړې.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_201002_110638_452.sdocx-->