ولسمشر غني مالیې وزارت ته: د راتلونکي کال بودېجه کې د هلمند موسی قلعه بند او د جبل سراج کانال ته لومړيتوب ورکړئ

 
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډې ۵۱ سوداګریزونو شرکتونو ته د ځمکو پر وېش، د کجکي بند د دویم فاز پروژې د ارزونې او کوچنیو متشبثینو ته د هڅونکې بستې پر جزئیاتو نن له غرمې مخکې په ارګ کې بحث وکړ.
 
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره موظفه کړه چې د موسی قلعه او د هلمند د نهرسراج کانال په اړه خپل بنسټیز مطالعات ترسره او مالیې وزارت دې له دې ادارې سره په همغږۍ د راتلونکي کال په بودجه کې د موسی قلعه برېښنا بند او د هلمند ولایت نهر سراج کانال ته لومړیتوب ورکړي.
 
دغه ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د کوچنیو متشبثینو د هڅونې او پیاوړتیا طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه او د افغانستان بانک ته یې دنده وسپارله چې کوچنیو متشبثینو ته د هڅونې لپاره عملي میکانېزم او طرزالعمل ترتیب او عملي کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_201001_151459_070.sdocx-->