د پاکستان له پوځ د ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتنه 

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل دري ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له پوځ غوښتي دي، چې له اغېز په استفادې دي، پر طالبانو فشار راوړي. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د پاکستان پوځ دې هڅه وکړي چې د طالبانو د شخړو او تاوتريخوالي زياتېدو کچه کې رول لوبوي او راټېټې يې کړي. 

نوموړی تېره روځ له اسلام اباد راستون شو او په خپل دري ورځني سفر کې يې د پاکستان له لومړي وزير، بهرنيو چارو وزير، پارلمان رئيس، د پاکستان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي کسانو سره لېدنې کتنې کړې. 

که څه هم افغان حکومت د افغان جګړې شدت کې د پاکستان رول مهم بولي خو پاکستان او په خپله طالبان دغه خبرې ردوي.