هرات کې ترافيکي پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

روهي (پنځه نۍ/۱۰ د تلې)، د هرات ولايت ادرسکن ولسوالۍ کندهار - هرات پر لويې لارې د ګاډو تکر له امله نهه کسان وژل شوي دي. دغه ټکر د  ۴۰۴ ډول مسافر وړونکي او فلانکوچ موټر ترمنځ شوی دی. 

د هرات ولايتي ادارې د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې وژل شويو کې درې ميرمنې هم شاملې دي. د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد رسنيو ته ويلي دي چې د ۱۱ وژل شويو وراېخوا شپږ کسان ټپيان شوي هم دي. 

مړي او ټپيان د هرات حوزوي روغتون وړل شوي دي او ويل شوي دي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.