ذکیه عادلي: طالبان د قدرت انحصار غواړي او شاته تګ نه کوي 

روهي (څلورنۍ/۹ د تلې)، د عداليې وزارت پخواني مرستيالې ذکیه عادلي نن ورځ کابل په يوې خبري ناستې کې پر طالبانو تور پوري کړی دی، چې دوی د ځواک او واک انحصار غواړي او د ټول قدرت د لاس ته راوړلو هڅه کوي. 

نوموړې زياته کړې ده، "طالبان یوه سرسخته، پلمه غوښتونکي او نرمښت نه منوونکې ډله ده؛ یا ووایم چې په ډېرې سختۍ سره د نرمښت وړ ده. طالب له عدالت نه چې قرائت لري، یوه سیاسي قرائت دی."

که څه هم نوموړې او د افغان حکومت يو شمېر نور چارواکي طالبان د قدرت پر انحصار تورنوي، خو طالبانو بيا په وار - وار دا ويلي دي چې د قدرت انحصار نه بلکې افغانستان کې يو اسلامي نظام لپاره هڅه کوي.