رحماني د ډاکټر نجيب په اړه: جهاد مقدس دی، مقاومت مقدس دی خو جنايت کوونکی مشخص دی

روهي (څلورنۍ/۹ د تلې)، نن ورځ د ولسي جرګې  ناسته کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ۲۴ تلين غونډې د جوړېدو پر سر د وکيلانو ترمنځ اختلاف رامنځ او ناسته کې لفظي شخړه شوې. 

د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني د ډاکټر نجيب الله په اړه ويلي دي چې جهاد مقدس دی، مقاومت مقدس دی خو هغه چې جنايت يې کړی دی مالوم او مشخص دي. 

د ولسي جرګې ځينو غړو ويلي چې حکومت بايد اجازه ورنه کړي چې د داکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين غونډه ولمانځل شي، دوی ويلي دي چې دا ډول غونډې د افغانانو ترمنځ ستونزې پيدا کوي او شونې ده چې هېواد د کورنۍ  جګړې پر لور لاړ شي. 

ځيني نورو وکيلانو بيا ويلي دي چې افغانستان کې هېڅ قهرمان شتون نه لري او جهادي ډلو ټپلو د کورنيو  جګړو پر مهال افغان وژنه کړې ده. دوی له حکومت وغوښتل چې پرته له هر ډول تعصب دې اجازه ورکړي چې خلک خپل مشران ولمانځي او دا د افراد بنسټيز حقوق دي.