روهي (څلورنۍ/۹ د تلې) د بدخشان له کوهستان ولسوالۍ راپورنه وايي چې د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر د طالبانو په يو بريد کې وژل شوی دی. د طالبانو دغه بريد کې دوه نور پوليس هم وژل شوي دي.
د بدخشان ولايتي مسوولين وايي چې طالبانو تېره ورځ پر کوهستان ولسوالۍ بريد وکړ چې د پوليس له متقابل بريد سره مخ شوي دي.
د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله رسنيو ته ويلي دي چې دغه بريد کې څلور طالبان هم وژل شوي دي او پنځه نور په کې ټپيان شوي دي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته