د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ جګړه نښتي؛ افغانستان له اذربایجان ملاتړ اعلان کړ 

روهي (درې نۍ/۸ د تلې)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ جګړې اندېښنه ښوودلې او خپل د اذربایجان له حکومت يې ملاتړ اعلان کړی دی. 

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د هېوادونو ترمنځ نښتې د اندېښنې وړ دي او افغانستان خپل ملاتړ د اذربایجان له حکومت او خلکو اعلانوي. 

د اذربايجاني او ارمينيايي ځواکونو ترمنځ جګړه په  ناګورنو-قره باغ نومي سيمه کې رامنځ ته شوې ده. د افغانستان حکومت  ناګورنو-قره باغ  نومي سيمه د اذربايجان سيمه بولي او د ارمينيايي ځواکونو بريدونه تيروی يادوي. 

د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ جګړه کې تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي دي او جګړه اوس هم روانه ده. 

افغانستان په داسې وخت کې د  اذربایجان او ارمینیا ترمنځ پوځي کړکېچ په اړه اندېښنه ښوودلې ده چې په خپله افغانستان له تېرو ۴۰ کالونو په جګړو او تاوتريخوالی کې دی.